کلات ( پژواک، ١٨ لړم ٩٤ ) : ځايي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو په زابل ولايت کې د
د اعش يو شمېر وسله وال پر دار ځړولي دي.
په زابل ولايت کې له تېرو درېيو ورځو راهيسې د ملا اختر محمد منصور په مشرۍ د وسله والو طالبانو او د ملا منصور دادالله د جلا شوې ډلې تر منځ چې د ازبک داعشي جنګيالي يې هم ملتيا کوي جګړه پيل شوې چې اوس هم روانه ده .
د زابل ولايت د چارواکو د معلوماتو له مخې، تر اوسه په دې جګړه کې ٢٥ تنه وسله وال طالبان او ٨٥ نور داعشي، ازبک او د ملا دادالله د ډلې وسله وال وژل شوي دي.
د ارغنداب ولسوال حاجي مهمند نصرتيار د لړم په ١٨مه، پژواک اژانس ته وويل چې جګړه اوس د خاک افغان ولسوالۍ د سوډاني په غرنيو سيمو کې روانه ده.
هغه زياتوي چې وسله والو طالبانو پرون د داعش ډلې ٣٥ وسله وال چې ډېرى يې ازبکان وو، ژوندي نيولي وو، چې د دوى د معلوماتو له مخې، له دې ډلې څخه يې ١٥ تنه پر دار ځړولي دي.
نوموړي دا ونه ويل چې دا کسان يې ولې پر دار ځړولي دي.
خو د زابل د ولايتي شورا غړى اسدالله کاکړ وايي چې وسله والو طالبانو ازبک وسله وال د غزني ولايت د جاغوريو ولسوالۍ د اوو ملکي وګړو د وژلو په جرم پر دار ځړولي دي.
نوموړي زياته کړه : (( ما چې نن د سيمې له اوسېدونکو سره اړيکې نيولې وې، هغوى راته همدا لامل په ګوته کړ.))
بايد وويل شي چې د زابل په ارغنداب او خاک افغان ولسواليو کې ټېلېفوني اړيکې نه نيول کېږي، ځکه له ازادو سرچينو څخه د راپورونو تاييدول ګران کار دى او نه هم يادو وسله والو ډلو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې د داعش وسله والو د روان لمريز کال د تلې په ٢١مه، د جاغوريو اته تنه اوسېدونکي چې څلور يې ښځې وې، د غزني له ګيلان ولسوالۍ څخه تښتولي وو او پرون يې د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې وژلي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP