Language

په لوګر کې د ځمکو د غصب په تور ١٨ کسان نيول شوي

پل علم (پژواک، ١٨ لړم ٩٤): د لوګر ولايت امنيتي چارواکي وايي چې د ځمکو د غصب او غير قانوني کورونو د جوړونې په تور يې ١٨ کسان نيولي دي.

د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال محمد داوود احمدي د لړم په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت په مرکز کې يې د ځمکو د غصب او په دولتي ځمکو کې د غير قانوني کورونو د جوړونې په تور ١٨ کسان نيولي دي.

هغه زياته کړه چې دغه کسان د ولسمشر محمداشرف غني له فرمان سره سم نيول شوي او اوسمهال د لوګر د ملي امنيت په رياست کې بنديان دي.

هغه وويل: ((د دغه فرمان په اساس موږ بايد ټول غير قانوني کورونه ونړوو او د ځمکو غاصبين بايد ونيسو.))

ده وويل چې په نيول شوو کسانو کې د ځمکو اصلي غاصبين او د غير قانوني کورونو جوړوونکي شامل دي.

د احمدي د معلوماتو له مخې، د لوګر ولايت په مرکز پل علم کې درې زره جريبه ځمکه د يو شمېر کسانو له خوا غصب شوې او بيا پر نورو پلورل شوې ده.

ده وويل: ((تر اوسه موږ د ٧٠ په شاوخوا کې چهارديوالۍ او کورونه نړولي چې غير قانوني پر دولتي ځمکو جوړ شوي و.))

احمدي وايي چې په لوګر کې د غير قانوني کورونو د نړولو او د غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو په موخه د والي په مشرۍ يوه کمېټه هم جوړه شوې ده.

د هغه په وينا، يادې کمېټې ژمنه کړې چې ټولې غصب شوې ځمکې به بېرته را ګرځوي او غير قانوني کورونه به نړوي.

دغه راز د لوګر د والي وياند سليم صالح پژواک ته وويل چې په لوګر کې غصب شوو ځمکو د پراختيايي کارونو مخه هم نيولې .

هغه زياته کړه: ((موږ پلان لرو چې ټولې غصب شوې ځمکې بايد بېرته را وګرځوو.))

خو د عبيدالله په نوم د پل علم يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل: ((په نيول شوو کسانو کې زما يو ورور او يو خپل هم شامل دي خو دا کسان يې هسې نيولي، دولت بايد يواځې د ځمکو اصلي غاصبين ونيسي.))

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.