مزار شريف ( پژواک، ١٩ لړم ٩٤ ) : په شمال زون کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مسوولين وايي، چې دولت بايد د فرخندې او هغې ته ورته قضيو د څېړلو او محاکمو پايلې له خلکو سره شريکې کړي.
دغه څرګندونې د دغه کمېسيون ساحوي مسوول سيد محمد سامع نن سه شنبه (لړم۱٩) په هغه غونډه کې وکړې، چې په هېواد کې د وروستيو تاوتريخوالو د غندلو په موخه د افغان ښځو شبکې له خوا په مزار شريف کې جوړه شوې وه.
سامع د خپلو خبرو په دوام کې وويل، چې دولت ځواب ورکونکی نه دی او له همدې امله ډېری افغانان په ځانګړي ډول ميرمنې ځان خوندي نه احساسوي.
نوموړي وويل، چې که دولت مجرمينو ته سزا ورکړي او د جنايت کارانو د محکمه کېدو پايلې له ولس سره شريکې کړي؛ نو په ټولنه کې به جرمونه کم شي.
په بلخ کې د افغان ښځو د شبکې مسوولې ميرمن عارفه صفار د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې دوی فرخنده نه ده هېره کړې او د هغې لپاره د عدالت غوښتنې په موخه راټول شوي دي.
مېرمن صفار د خپلو خبرو په دوام کې وويل، چې د فرخندې له وحشيانه وژل کېدو څخه اته مياشتې تېرېږي؛ خو لاهم د هغې د قاتلينو له محکمې څخه ولس نه دی خبر شوی.
هغې زياته کړه ، چې لا هم په ستره محکمه کې د فرخندې د قتل دوسيه نېمګړې پاتې او دولت په دې برخه کې په خپلو کړيو ژمنو وفا ونه کړه.
نوموړې زياته کړه، چې دوی به تر هغې د فرخندې د قاتلينو د محکمه کېدو او عدالت پلي کېدو لپاره خپل غږ اوچت ساتي، چې دولت په دې برخه کې قانع کوونکي اقدامات وکړي.
د سولې عالي شورا غړې ميرمن نيلوفر هم په خپلو خبرو کې وويل، چې د فرخندې له قضيې سره سياسي برخورد وشو .
نوموړې زياته کړه، چې په هېواد کې د ملکي او بې پرې خلکو وژل کېدل د دولت د بې پروايۍ پايلې دي.
په شمال زون کې د بشري حقونو ساحوي مسوول دا هم وويل، چې تروريستان هڅه کوي تر څو د خپلو جنايتونو له لارې د افغانانو تر منځ قومي مسايلو ته لمن ووهي.
login or register a new account.