غزنى ښار(پژواک، ۱۹ لړم۹۴): په زابل ولايت کې د وسله والو له لوري د ٧ کسانو د وژنې په غبرګون کې د غزني ښار سلګونو اوسېدونکو لاريون وکړ.
وړمه ورځ وسله والو کسانو په زابل ولايت کې د غزني ولايت د جاغوريو ولسوالۍ له اوو تنو اوسېدونکو سرونه پرې کړل.
په وژل شويو کسانو کې يو ماشومه او درې ښځې هم شاملې وې چې تېره شپه يې جسدونه غزني ولايت ته راوړل شول.
د يادو کسانو د وژنې په غبرګون کې نن د غزني د بېلابېلو سيمو سلګونو اوسېدونکو لاريون وکړ.
لاريون کوونکو د وژل شويو کسانو جسدونه هم له ځانه سره لېږدول او مرګ په داعش ، مرګ په پاکستان، مرګ په طالب او مرګ د اسلام پر دښمنانو شعارونه يې هم ورکول.
لاريون کوونکو ويل چې ولسمشر او اجرائيه رييس له خلکو سره خپلې کړې ژمنې پوره نه کړې بايد له خپلو دندو استعفى ورکړي.
يو تن لاريون کوونکي او د غزني د علماوو شورا مشر مولوي محمد اسماعيل پژواک ته وويل چې د اسلام د اصولو خلاف ياد شوي کسان وژل شوي دي.
هغه زياته کړه : (( خداى (ج ) فرمايلي دي هرهغه څوک چې زما بې ګناه بنده وژني هغه به په دوزخ کې وي.))
ده وويل چې ياده کړنه د هېواد او ددين د دښمنانو کار دى او په دې کار سره غواړي چې د افغانستان د قومونو ترمنځ ستونزې پيدا کړي.
بل لاريون کوونکي علي احمد هم وويل چې يو شمېر کړۍ په دغه شان کړنو سره غواړي ترڅو افغانان په سوله کې ژوند ونه کړي.
بل لاريون کوونکى او د غزني د ولايتي شورا غړى امان الله کامراني بيا وايي چې ياد شوي کسان د پاکستان د استخباراتي ادارې له لوري وژل شوي دي.
ده ټينګار وکړ چې حکومت بايد نور د دغه شان پېښو مخه ونيسي ، ځکه د غزني اوسېدونکي له طالبانو او داعش څخه په تنګ شوي دي.
login or register a new account.