کابل(پژواک،١٩ لړم ٩٤): په کابل کې دالمان سفير وايي چې د روان کال له پيل نه تر اوسه ٨٣ زره افغانانو په المان کې د پناه اخيستلو غوښتنليکونه ورکړي چې ٤٣ زره يې منل شوي دي.
دا ټکى د بهرنيو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتر نه پژوواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې څرګند شوى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني نن له غرمې وروسته په کابل کې دالمان له سفير مارکوس پوتسل سره ليدنه او خبرې وکړې.
د المان سفير په دې ليدنه کې وويل چې د روان زېږديز کال له پيل نه د اکتوبر مياشتې تپر پايه، ٨٣ زره افغانانو په المان کې د پناه اخيستلو غوښتنليکونه ورکړي دي.
هغه زياته کړه چې له ډلې يې ٤٣ سلنه منل شوي او له د ٥٧ سلنه نورو په اړه تر اوسه تصميم نه دى نيول شوى، يواځې اووه کسه يې افغانستان ته را استول شوي دي.
پوتسل زياته کړه ، هغه محکمې چې بېرته خپلو هېوادونو ته د پناه غوښتونکو د استولو په اړه پرېکړه کوي، په دې برخه کې به له احتياط کار واخلي او د افغانستان وضعيت ته په پام سره به تصميم ونيسي.
د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين په دې ليدنه کې وويل چې د افغانستان له ليدلوري د پناه غوښتونکو ستونزه د افغانستان او المان دوه اړخيزه ستونزه ده او دواړه هېوادونه بايد ورته ګډه حل لاره ولټوي.
رباني په المان کې د فغان کډوالو د ستونزې د حل په اړه د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د طرحې په اړه د هغه هېواد سفير ته وويل چې افغانستان غواړي له المان او د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو د کميشنرۍ سره پر يوه جامع طرحه کار وکړي.
د هېواد دبهرنيو چارو وزير ټينګار وکړ چې افغانستان له المان غواړي، څو په هغه هېواد کې د افغان پناه غوښتونکو د دوسيو څېړلو لپاره، د پناه غوښتونکو په برخه کې د ١٩٠١ کنوانسيون او خپل کورني قوانين په پام کې ونيسي او تر څنګ يې د افغانستان د ځينو برخو امنيت او سړو ته په پام سره له هغوى سره سخاوتمندانه چلند وکړي.
ټاکل شوې چې د بهرنيو چارو وزير، له خپل الماني سيال سره په دې اړه ټيليفوني خبرې وکړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP