Language

چارواکي :  پکتيکا کې اته وسله وال وژل شوي

ښرنه_خوست(پژواک،١٩لړم٩٤): چارواکي وايي چې په پکتيکا ولايت کې اته وسله وال وژل شوي او په خوست ولايت کې د حقاني ډلې درې غړي نيولي شوي دي.

د پکتيکا د والي وياند نبي الله پيرخېل د لړم په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په وازې خوا ولسوالۍ کې نن سهار د افغان امنيتي ځواکونو د يوه کمين په ترڅ کې ٨ وسله وال وژل شوي دي.

هغه وايي چې د دې نښتې په ترڅ کې دوه کلاشينکوفونه، دوه موټر سايکلونه، دوه مخابرې او نور مهمات د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

پيرخېل زياتوي چې په دې نښته کې افغان امنيتي ځواکونو او ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د وازې خوا ولسوالۍ اوسېدونکي پکتين پژواک ته وويل چې له تېرو دوه اوونيو راهيسې په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.

ده ټينګار وکړ چې په دې ولسوالۍ کې بايد افغان امنيتي ځواکونو ته نور مرستندويه ځواکونه واستول شي.

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا پژواک ته وويل چې نن سهار طالبانو د ژيړي کلا په سيمه کې پر امنيتي ځواکونو بريد کړى دى.

ده زياته کړه چې په دې بريد کې دوه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

 دغه راز د يو بل خبر له مخې، په خوست ولايت کې د حقاني ډلې درې غړي نيول شوي دي.

د ملي امنيت د مطبوعاتي دفتر له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې دغه درې تنه رحيم خان، نعيم خان او نجيب الله نوميږي.

د خبرپاڼې له مخې، دغو کسانو د موسى خېلو په ولسوالۍ کې ترهګريز فعاليتونه ترسره کول.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د يادو کسانو د اعتراف له مخې د ملي امنيت موظفينو په دې ولايت کې د حقاني ډلې د وسلو دوه پټنځايونه هم کشف کړي دي.

login or register a new account.

Related Topics