Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

انضمام الحق له افغان کرکټ بورډ سره يو کلن قرارداد لاسليک کړ

کابل ( پژواک، ٢١ لړم ٩٤ ) : د افغانستان کرکټ بورډ او سر روزونکي انضمام الحق ترمنځ يو کلن قرارداد لاسليک شو.

پخواني پاکستاني کپتان او لوبغاړي انضمام الحق سره د افغانستان کرکـټ بورډ د زمبابوې سياليو لپاره د روزونکي په توګه لنډمهاله قرارداد کړى و.

خو وروسته له هغه چې افغانستان د زمبابوې پياوړې لوبـډلې ته ماتې ورکړه، نو ادارې پرېکړه وکړه چې له انضمام الحق سره يو کلن قرارداد لاسليک کړي.

د افغانستان کرکـټ بورډ وياند فريد هوتک د لړم په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې انضمام الحق د لومړي ځل لپاره نن کابل ته ورسېد.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش د ياد قرارداد د لاسليک پر مهال په يوه خبري غونډه کې وويل چې انضمام الحق د نړۍ له مخکښو لوبغاړو څخه وو او  د کرکټ په ډګر کې د نوموړي پوهه او د روزنې په برخه کې د هغه تجربې د ستاينې وړ دي.

 دانش د زمبابوې پر وړاندې د سياليو په جريان کې د انضمام الحق  د اغېزمنتيا په هکله وويل  "انضمام الحق د پياوړو روزنيزو کړنلارو څخه په ګټه اخيستنې سره د لوبغاړو روزنه کوله چې په پايله کې يې موږ په دواړو برخو کې برياوې راوړې."

دانش له انضام الحق سره د شوي تړون په اړه وويل :  "د کرکټ بورډ او انضمام الحق ترمنځ يو کلن تړون لاسليک شو چې هر کال به د اړتياوو له ارزونې وروسته غځول کيږي."

انضمام الحق په خپلو خبرو کې وويل چې افغان کرکټ ملي لوبډله له ځانګړو وړتياو برخمنه ده ، خو ددغو وړتياوو  را برسېره کولو ته اړتيا لري .

هغه زياته کړه : (( زه باوري يم چې، د همدغو وړتياوو پرمټ به افغانستان د کرکټ نړيوالې شورا په کچه بشپړ غړيتوب ترلاسه کوي."

انضمام الحق وويل : "افغان لوبغاړو د دوهمې درجې غړيتوب لرونکو لوبډلو پر وړاندې ډېرې لوبې ترسره کړې ، خو اوس وخت د بشپړ غړيتوب لرونکو لوبډلو پر وړاندې د سياليو او د بريا راوړلو دی."

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.