کابل (پژواک، ٢١ لړم ٩٤): د اجرائيه رياست دويم مرستيال محمد محقق په کابل کې پر پروني لاريون کلکې نيوکې وکړې او په ډاګه يې کړه چې د دغه لاريون تر شا د هغو کسانو لاس دى چې د دولتي دندو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلي دي.
د داعش وسله والې ډلې څو ورځې مخکې په زابل ولايت کې د غزني د جاغوريو ولسوالۍ اووه اوسېدونکي چې درى مېرمنې او يوه ماشومه هم په کې وه، ووژل.
د غزني اوسېدونکو دغه مړي يې پرون د احتجاج په توګه کابل ته راوړل او د ارګ مخې ته لسګونو زرو کسانو د لاريون په ترڅ کې د عاملينو د مجازاتو غوښتنه وکړه.
لاريون کوونکي چې د ملي يووالي حکومت پر مشرانو د مرګ شعارونه ورکول، د شپې ناوخته يې يوه پلاوي په ارګ کې له حکومتي چارواکو سره وکتل.
په دې غونډه کې ولسمشر اشرف غني، اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله، د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش، د اجرائيه رياست دويم مرستيال محمد محقق ، د کابينې او ملي شورا غړو برخه اخيستې وه.
د اجرائيه رياست دويم مرستيال محمد محقق راغلي پلاوي ته په خپله وينا کې وويل چې تېر کال په زابل کې د ٣١ کسانو تر تښتونې وروسته ولسمشر په شخصي توګه جدي اقدامات وکړل او له نړيوالو ځواکونو سره په همغږۍ يې ستر عمليات په لاره واچول.
هغه زياته کړه، له بده مرغه هوا خرابه شوه، عمليات ودرېدل چې له امله يې وسله والو بنديان نامعلوم ځاى ته ولېږدول او پټ يې کړل.
دى وايي: ((زه پوهېږم چې ولسمشر هغه مهال څومره ناکراره و، زه ورته چاپلوسي نه کوم؛ ځکه چې ما د طالب پر ضد لس کاله جنګ کړى، د جهاد او مقاومت پر مهال همدلته په هېواد کې وم، زه يواځې حقيقت وايم.))
محقق وويل چې د ملي امنيت د هلو ځلو په پايله کې د تښتول شوو کسانو له ډلې ١٩ يې خوشي شول.
د نوموړي په وينا، د ملي يووالي حکومت هېڅکله په دې پېښه کې بې غوري نه ده کړې او نه هم بې تفاوته پاتې شوى دى.
د اجرائيه رياست دويم مرستيال راغلي پلاوي ته په خبرو کې وويل، دا سمه ده چې د جاغوريو د خلکو وژنه ډېر سخت او تريخ واقعيت دى، خو دا ډول پېښې د هېوادو په نورو برخو کې هم شوې دي.
هغه وويل چې داعش وسله والو په ننګرهار ولايت کې نوى زېږدېدلى ماشوم د مور او پلار پر وړاندې په منځ کې پرې کړ، په غور کې يې د دريو ښځو په ګډون ١٤ تنه ووژل، په بلخ کې وسله والو ١٣ ملکي وګړي ووژل، دغه راز په کندوز او بدخشان کې ورته پېښې شوې دي.
login or register a new account.