Language

” ولسي جرګه کې د غزني وکیلان د ناقانونه وسله والو جوړولو په هڅه کې دي”

غزني ښار (پژواک، ٢٣ لړم ۹۴): د غزني د ولايتي شورا مرستيال ادعا کوي چې په ولسي جرګه کې د غزني استازي په دغه ولايت کې د نا مسوولو وسله والو ډلو د جوړولو په هڅه کې دي.

د غزني د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع د لړم په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ولسي جرګه کې د غزني ځينو استازو د نا مسوولو وسله والو ډلو د جوړولو په هڅه کې دي.

هغه په دې برخه کې د چا نوم ياد نه کړ خو زياته يې کړه: ((که چېرې يې دولت مخه ونه نیسې دا به په غزني کې د قومونو تر منځ سخت جنګ راپورته کړي.))

د جامع په وينا، همدغو وکيلانو د غزني په ناوې او جاغورو ولسواليو کې يو شمېر کسان پر وسلو سمبال کړي دي.

هغه دا هم وويل چې د ولسي جرګې دغه غړي د غزني په ولايتي چارو کې له حده ډېره لاسوهنه کوي.

خو په ولسي جرګه کې د غزني استازي محمدعارف رحماني پژواک ته وويل که چېرې حکومت ونه شي کولاى د خلکو امنيت وساتي نو خلک اړ دي چې وسلې واخلي او له ځانه ساتنه وکړي.

هغه وايي: ((که حکومت ونه شي کولاى د خلکو امنيت وساتي، طبيعي ده چې خلک وسلې اخلي... په داسې حالاتو کې د خلکو وسله وال کيدل ښه کار دى.))

خو د غزني والي محمدامان هميم بيا پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې نامسوولې وسله والې ډلې شتون نه لري.

هغه زياته کړه: ((که څوک د وسله والو ډلو د جوړولو هڅې وکړي نو موږ به يې مخه ونيسي.))

ده وويل چې د غزني د امنيت د ټينګښت لپاره کافي اندازه امنيتي ځواکونه په دغه ولايت کې شتون لري.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د غزني مرستيال والي محمدعلي احمدي پژواک ته ويلي و چې په جاغوريو، ناهور، مالستان او جغتو ولسوالیو کې یو شمېر کسان پر وسلو سمبال شوي دي.

هغه ويلي وو چې يادو کسانو له داعش وسله والې ډلې سره د مبارزې لپاره وسلې اخيستې دي.

login or register a new account.