Language

وژل شوي اووه ملکي وګړي په جاغوریو کې خاورو ته وسپارل شول

غزني ښار (پژواک، ٢٣ لړم ٩٤): په زابل ولايت کې د وسله والو له لوري د وژل شوو ٧ کسانو جنازې د غزنې په جاغورو ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شوې.

تېره اونۍ وسله والو کسانو په زابل ولايت کې د غزني د جاغوريو ولسوالۍ له اووه تنو اوسېدونکو سرونه پرې کړل.

په وژل شوو کې يو ماشومه او درې ښځې هم شاملې وې چې تېره شپه يې جسدونه غزني ولايت ته ولېږدول شول.

د يادو کسانو د وژنې په غبرګون کې د کابل، غزني، هرات او باميان په ګډون په ځينو نورو ولايتونو کې هم لاريونونه وشول.

د وژل شوو کسانو جنازې پرون د څرخي الوتکې په وسيله د غزني ولايت جاغوريو ولسوالۍ ته  تر لېږدونې وروسته خاورو ته وسپارل شوې.

د جنازې په يادو مراسمو کې د  زرګونو عامو کسانو تر څنګ د ملي شورا غړو، امنيتي او سيمه ييزو چارواکو ګډون کړى و.

د جاغورو ولسوال ظفرشريف پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته د يادو وژل شوو کسانو جنازې د دې ولسوالۍ په دهمرده سيمه کې خاورو ته وسپارل شوې.

هغه وايي چې په دې مراسمو کې له پنځه زرو ډېرو کسانو ګډون کړى چې پر وسله والو مخالفينو يې د مرګ شعارونه ورکول.

د هغه د معلوماتو له مخې، په يادو مراسمو کې امنيتي چارواکو خلکو ته ژمنه ورکړه چې د دې پېښې عاملينو ته به سخته سزا ورکړي.

د علي حسين په نوم د جاغوريو ولسوالۍ يو اوسېدونکي پژواک ته وويل: ((خلکو د ولسمشر، عبدالله او محقق استاز ته اجازه ورنه کړه چې په دې مراسمو کې خبرې وکړي.))

هغه په دې اړه نور جزئيات وړاندې نه کړل.

د جنازې په مراسمو کې ګډون کوونکو د اجراييه رياست د دويم مرستيال محمد محقق لپاره هم يو تابوت جوړ کړې و  او د تابوت پر سر يې د هغه عکسونه نصب کړي و او د تابوت پر سر ليکلي وو: ((تابوتت مبارک.))

login or register a new account.