Language

په هېواد کې دننه ٢٥٠ زره کسان بې ځايه شوي

مزارشريف (پژواک، ٢٣ لړم ٩٤): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولين وايي چې په هېواد کې د  ٢٥٠ زره داخلي بېځايه شوو د ستونزو د هواري لپاره جدي ګامونه پورته کوي.

دغه څرګندونې  د کډوالو وزارت مرستيال فضل احمد عظيمي د لړم په ٢٣مه په بلخ ولايت کې د داخلي بېځايه شوو مهاجرينو لپاره د پلان او پاليسۍ جوړولو په غونډه کې وکړې.

نوموړی وويل چې په ټول افغانستان کې د بېځايه شوو شمېر ۲۵۰ زره تنو ته رسېږي چې ډېری يې له هلمند او فارياب ولايتونو څخه بېځايه شوي دي.

عظيمي  زياته کړه چې جګړې، فقر، کورنۍ ستونزې او طبيعي پېښې د داخلي بېځايه کېدو لامل ګرځي.

له بلې خوا د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد ابراهيم خير اندېش چې په ياده غونډه کې يې ګډون درلود، پژواک خبري اژانس ته يې وويل چې د تېر په پرتله سږ کال په مزارشريف کې هم د داخلي بېځايه شوو شمېر زيات شوی دی.

نوموړي وويل چې دغه بېځايه شوي کسان له کندوز، فارياب او سرپل ولايتونو څخه مزارشريف ته راغلي دي.

هغه زياته کړه چې د نورو ستونزو تر څنګ د سيمه ييزو زورواکانو کړنې هم د داخلي بېځايه شوو کسانو د شمېر په زياتوالي کې مهم رول لري.

نوموړي له کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت څخه غوښتنه وکړه چې په ټول هېواد کې د بېځايه شوو هېوادوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د بلخ ولايت د کډوالو چارو رياست مشر عبدالصبور قادري په خپلو خبرو کې وويل چې دمګړۍ بلخ ولايت کې ۲۷۰۰ بېځايه شوي کسان اوسېږي چې په شمال کې د امنيو له امله له نورو ولايتونو څخه راغلي دي.

هغه همدا راز وويل چې د کندز د جګړې پر مهال څه باندې ۳۰۰۰ بېځايه شوي کسان بلخ ولايت ته راغلي وو، چې د دغه رياست له خوا پر وخت ورسره مرسته وشوه او د کندوز له امن کېدو وروسته ياد بېځايه شوي هېوادوال بېرته خپلو کورونو ته لاړل.

نوموړي زياته کړه چې له ۲۰۱۲ کال څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې دوی د طبيعي پېښو له امله څه باندې ۱۱۰۰۰بېځايه شوي کسان ثبت کړي چې دولت تر خپله وسه ورسره مرسته کړې ده.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستيال وويل چې دوی د خپلو بين المللي همکارانو په مرسته په ټول افغانستان د بېځايه شوو کورنيو ستونزو ته د رسېدو لپاره جدي ګامونه اخيستي.

login or register a new account.

Related Topics