ښرنه(پژواک،٢٤لړم٩٤): د پکتيکا ولايت د مټا خان ولسوالۍ سلګونه قومي مشرانو او ديني عالمانو د سولې د راوستو په برخه کې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.
يادو کسانو دغه څرګندونې په هغه غونډه کې وکړې چې د پکتيکا والي امين الله شارق هم حضور درلود.
په دې غونډه کې د مټاخان ولسوالۍ د قومي مشرانو په استازيتوب محمد مدثر وويل چې له کلونو راهيسې په هېواد کې جګړه روانه ده او له امله يې عام خلک وژل کيږي.
هغه زياته کړه : (( په هېواد کې د پرديو استخباراتي جګړه روانه ده دا جګړه په موږ تپل شوې او زموږ هرڅه يې زيايمن کړي دي.))
ده وويل چې په هېواد کې د امنيت د ټينګښت او د سولې د راوستو لپاره بايد ټول سره لاسونه يو کړي.
د هغه په وينا، د مټاخان ولسوالۍ ټول اوسېدونکي د سولې د راوستو په برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دي.
دغه راز د ديني عالمانو په استازيتوب مولوي برګېټ هم وويل چې د دې ولسوالۍ ديني عالمان هم چمتو دي چې د سولې له پروسې سره همکاري وکړي.
ده وويل چې د حکومت له لوري د سولې پروسې لپاره ټاکل شوي کسان هم بايد په اخلاص سره خپله دنده پرمخ بوځي.
هغه زياته کړه: (( هغه کسان بايد د سولې پروسې د منځګړتوب لپاره وټاکل شي چې په ولس کې مخور وي او خبره يې ومنل شي.))
ده وويل چې په افغانستان کې د جګړې ښکېل لوري بايد جګړه بس او د سولې لار غوره کړي ځکه چې خداى (ج) هم د سولې امر کړى دى.
په دې غونډه کې يو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې.
د غونډې په پاى کې د پکتيکا والي امين الله شارق وويل چې په هېواد کې د سولې راوستو لپاره د قومي مشرانو او ديني عالمانو رول ډير مهم دى.
login or register a new account.