غزني ښار (پژواک، ۲۵ لړم۹۴): په غزني کې يو پخوانى جهادي قوماندان وايي چې په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت په موخه حکومت جهادي قوماندانو ته وسلې ورکړې دي.
په غزني ولايت کې د جمعيت ګوند غړي او پخواني جهادي قوماندان اسماعيل خنجر د لړم په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د حکومت لوري دوى ته وسلې ورکړل شوې تر څو د امنيت په ټينګښت کې مرسته وکړي.
هغه زياته کړه: ((حکومت موږ ته او ځينو نورو جهادي قوماندانانو او ځينو خلکو ته وسلې ورکړې تر څو امنيت ټينګ کړو.))
د هغه د معلوماتو له مخې، په نږدې راتلونکي کې به د مجاهدينو يوه شورا هم جوړه شي چې د امنيت په ټينګښت به مهم رول ولري.
دى وايي: ((کله چې د غزني د سقوط اوازې شوې نو هغه وخت دولت موږ ته وسلې راکړې او نورې وسلې مو په خپله درلودې، موږ ته د غزني په یو شمېر سیمو کې دنده راکړل شوه او هلته مو بيا د امنيت د ټينګښت لپاره ګزمې هم کولې.))
خنجر له حکومت نه غوښتنه وکړه چې په غزني کې د امنيت د ټينګښت په موخه جهادي قوماندانانو ته نورې وسلې هم ورکړي.
د اړوندې موضوع په اړه د غزني ښار اوسېدونکي حکمت الله پژواک ته وويل چې د حکومت له لوري پر قوماندانانو د وسلو وېشل امنيتي ستونزې نه کموي، بلکې نورې یې هم ډېروي.
هغه زياته کړه: ((دا کار ډېر خطرناک دى، ځکه بيا سبا همدغه کسان د دولت د سقوط لپاره هڅې کوي.))
ده له حکومته غوښتنه وکړه چې غير مسوولو وسله والو کسانو ته وسلې ورنه کړي؛ ځکه پايلې به ډېرې خطرناکې وي.
خو د غزني والي محمد هميم پژواک ته وويل چې حکومت په غزني کې کوم جهادي قوماندان ته وسله نه ده ورکړې.
هميم وايي: ((کېدای شي دغه کسان خپله وسلې ولري او يا يې هم اخيستې وي خو دولت چا ته وسلې نه دې ورکړي.))
د هغه په وينا، امنيتي ځواکونه په هېواد کې د امنيت د تامين وړتيا لري او د بل هېچا د وسله وال کېدو اړتيا نه ليدل کېږي.
login or register a new account.