غزني ښار (پژواک، ۲۵ لړم ۹۴): د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې سيمه ييزو پوليسو يو عام وګړی په بې رحمانه توګه وژلی دى.
د ياد کس د وژل کېدو په غبرګون کې د اندړو ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي د ولايت مخې ته راټول شوي وو.
د وژل شوي کس ورور علي خان د لړم په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې سيمه ييزو پوليسو يې ورور په ډېرې بې رحمۍ وژلی دى.
هغه زياته کړه: ((زما ورور شاولي نومېده، د برمې کار يې کاوو، اربکيانو په کجرې سيمه کې نيولى اول يې ښه وهلى بيا ترې لاسونه غوڅ کړي او بيا يې ټانګ پرې خېژولى دى.))
هغه له حکومت نه غوښتنه وکړه چې د يادې پېښې عاملين ونيسي او سخته سزا ورکړي.
دغه راز د اندړو ولسوالۍ يو بل اوسېدونکي محمد خان پژواک ته وويل چې سيمه ييزو پوليسو شاه ولي تر وهلو وروسته په بې رحمۍ سره وژلى دى.
هغه وايي : ((په اندړو کې لس کاله امریکایان وو خو څوک يې داسې نه دي وژلي دوى تر کفارو هم بدتر دي.))
د محمدخان په وينا، په اندړو ولسوالۍ کې سيمه ييز پوليس خلک نيسي او د پيسو غوښتنه ترې کوي، که چېرې پیسې ورنه کړي، بيا يې وژني.
د غزني والي محمد امان هميم يادو کسانو ته وويل چې د وژل شوي کس قاتلين به پيدا کوي او سخته سزا به ورکړي.
هغه زياته کړه: ((تاسو ما ته عریضه ولیکئ چې هر ډول وي زه دا کسان نیسم، دا جنایتکاران دي عام خلک ځوروي، ما ته مخکې هم داسې راپورونه راغلي دي.))
دغه راز د غزني امنیه قوماندان مل پاسوال امین الله امرخېل وويل چې په اندړو ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو تر څنګ يو شمېر پاڅون کوونکي هم پر خلکو ظلمونه کوي.
امرخېل وايي چې په دې ولسوالې کې د يو شمېر سيمه ييزو پوليسو او ځينو پاڅون کوونکو د نيولو امر يې هم صادر کړى دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP