Language

ولسمشر غني: د ټاپي ګاز پروژې کار راتلونکې مياشت پيليږي

کابل (پژواک ٢٥ لړم ٩٤): ولسمشر محمد اشرف غني ويلي، د ټاپي ګاز د سيمه ييزې لويې پروژې کار په راتلونکې زېږدېزې مياشتې کې پيلېږي.

د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ولسمشر دغه موضوع نن د "ختيځ او لوېديځ" بنسټ له پلاوي سره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې څرګنده کړې ده.

ولسمشر غني په دغه ناسته کې د سيمې د اړيکې پر پله د افغانستان د بدلولو په اړه د خپل نظر د وړاندې کولو ترڅنګ وويل: "د ټاپي پروژې عملي کار په راتلونکې ډيسمبر مياشت کې پيلېږي."

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت درې اونۍ وړاندې د ترکمنستان د چارواکو له قوله ويلي وو، چې دغه هېواد منلې چې د يادې پروژې ٨٥ سلنه ونډه ورکړي او پاتې ١٥ سلنه د افغانستان، پاکستان او هندوستان له لوري ورکړل شي.

د ټاپي هوکړه ليک ((TAPI: Turkmenistan، Afghanistan، India)) د ١٣٨٩ کال په ليندۍ مياشت کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ترکمنستان د ولسسمشر قربان قلي بري محمد اف، د پاکستان د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري او د هندوستان د انرژۍ وزير مورلي ديورا له لوري لاسليک شو.

دغه نل ليکه چې د ترکمنستان له دولت اباد سيمې څخه پيليږي، د دغه هېواد په خاوره کې له ١٤٧ کيلومټره غځېدو وروسته د ٧٣٥ کيلومټره په اوږدوالي سره له هرات، فراه، هلمند او کندهار ولايتونو څخه په تېرېدو تر پاکستان پورې غځيږي.

login or register a new account.