Language

د  شمال درې ولسوالۍ له طالبانو سره دي

مزارشريف (پژواک، ٢٦ لړم ٩٤): د  شمال زون د ۲۰۹ شاهين قول اردو مسوولين وايي چې د شمال   يواځې درې ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.

د يادې قول اردو قوماندان جنرال حميد حميد د لړم په ۲۶مه د شاهين قول اردو د سلګونو سرتېرو د عمومي نظامي زده کړو د فراغت د مراسمو په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د شمال زون په دریو ولايتونو کې دم ګړۍ د وسله وال دښمن پر وړاندې چاڼيز عمليات روان دي.

د شاهين قول اردو د عامه چارو امر ډګرمن عبدالقهار ارام پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د شاهين قول اردو له ۲۴۶ کنډک څخه ۱۲۱۸ سرتېري فارغ شول.

نوموړي زياته کړه چې دغو سرتېرو عمومي نظامي تعليمات ترلاسه کړل.

د هغه په وينا، په يادو سرتېرو کې به ۲۰۰ تنه د ټېم ليډري، ۵۰ د ډريورۍ او ۵۰ نور د روغتيايي برخې لپاره خپلې زده کړې روانې وساتي.

ډګرمن ارام وويل چې پاتې فارغ شوي سرتېري به د شمال زون د ۲۰۹ شاهين قول اردو په جزوتامونو کې ځای پر ځای کړای شي.

د شاهين قول اردو قوماندان  وويل چې د شمال امنيتی حالت به ورځ تر بلې د ښه کېدو په لور ګړندي ګامونه واخلي.

نوموړي په شمال کې د دریو پيل شوو عمليات په اړه وويل چې د فارياب په غورماچ کې د شمېر۱۵، د کندوز په ارچي کې د طوفان۱۰ او په بغلان ولايت کې د خورشېد۹ په نومونو د وسله وال دښمن پر وړاندې چاڼيز عمليات روان دي.

هغه د ټولو عملياتو په اړه کره معلومات ورنه کړل خو ويې ويل چې له ارچي ولسوالۍ څخه نن سهار د رسېدلي راپور پر بنسټ ۱۱ وسله وال وژل شوي او ۴ ټپيان شوي دي.

جنرال حميد زياته کړه چې په شمال کې دښمن په هېڅ سيمه کې د افغان سرتېرو پر وړاندې د درېدو وس نه لري.

نوموړي زياته کړه چې دښمن د چريکي جګړو له لارې د ګواښ جوړېدو هڅه کوي چې دوی يې هر ځای کې د مخنيوي تابيا نيولې وي.

هغه د تخار درقت، د بدخشان وردوج او د سرپل کوهستانات ولسوالۍ د وسله وال دښمن په ولکه کې وښودلې.

login or register a new account.