Language

د پکتيکا په يحيى خېلو کې ماين چاودنې دوه ماشومان ووژل

ښرنه (پژواک، ٢٦ لړم ٩٤): د پکتیکا ولایت په یحيی خېلو ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې دوه ماشومان ووژل شول.

 د پکتیکا د والي ویاند نبي الله پیرخېل وايي، درې ماشومان چې عمرونه یې له لسو کلونو کم وو د يحيى خېلو په کوټوالو سیمه کې پلي روان وو، چې د وسله والو طالبانو د خښ شوي ماین ښکار شول.

بل پلو د سیمې اوسیدونکي مير افغان هم پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې دوه ماشومان وژل شوي او يو ټپي دى.

سرچینه وايي یاد ماشومان د ښوونځي د څلورم او درېیم ټولګي زده کوونکي وو.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

login or register a new account.

Related Topics