Language

له چاودېدونکو توکو ډک موټر او طالب مسوولين نيول شوي

ګردېز، کابل ( پژواک، ٢٦ لړم ٩٤ ) : د پکتيا ولايت چارواکي وايي چې ددې ولايت په ډنډې پټان ولسوالۍ کې يې يو موټر له چاودېدونکو توکو ډک نيولی دی .

د يادې ولسوالۍ ولسوال ازاد خان د لړم په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه فلاينک کوچ ډوله موټر د څمکنواو پټان ولسوالۍ په لويه لاره کې د تالاشۍ پر مهال نيول شوی دی .

نوموړی وايي  چې په دې موټر کې ماينونه ،چاودېدونکي توکي او وسلې د انارو په کريټونو کې ځای پر ځای شوې وې .

د ولسوال په وينا، موټروان او څو نور کسان چې دغه موټر ته يې لارښوونه کوله تښتېدلي خو امنيتي ځواکونه يې په لټه کې دي .

ده دا ونه ويل  چې دغه چاودېدونکو توکو څخه په کوم ځای کې کار اخيستل کېده .

پټان د پکتيا سرحدي ولسوالۍده چې په دې وروستيو کې په کې درنې جګړې شوې دي .

بله خوا د ملي امنيت لوى رياست وايي چې په بلخ ولايت کې يې د کندوز د قلعه زال ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي مسوول او د هغه مرستيالان نيولي دي.

په کابل کې د ياد رياست له خوا پژواک ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نيول شوى نظامي مسوول قاري شريف او نيول شوي مرستيالان يې ضياء الدين چې مشهور په قاري محمود او د بل چې نوم يې نه د اخيستل شوى، نيول شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، نيول شوو کسانو له ګڼو ترهګريزو چارو سربېره په قلعه زال او چهار درې ولسواليو کې د افغان امنيتي ځواکونو د وسايطو د په نښه کولو په موخه د ګڼ شمېر په لاس جوړو ماينونود  ځای پر ځای کولو کې لاس لرل منلي دي.

login or register a new account.

Related Topics