کلات (پژواک، ٢٧ لړم ٩٤): د زابل د ولايتي شورا غړي او يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د نورو کلونو په پرتله تېر کال د دغه ولايت ولايتي شورا د پام وړ کارونه سرته رسولي دي.
د دوی په خبره چې خپل منځي همغږي، د موکلينو ستونزو ته پر وخت پاملرنه او له دولت سره د ولس د اړيکو نږدېوالى هغه برخې دي چې په کې د ولايتي شورا وکيلان بريالي وو.
د ولايتي شورا وکيلان دا مني چې د ټاکنو پر مهال له خلکو سره کړې ټولې ژمنې يې نه دې عملي کړط خو زياتوي چې امنيتي ستونزې، په دولت کې د اجرااتو لپاره د کلک هوډ نه شتون، په ولايتي کچه بدلونونه هغه څه دي چې د دوی د يو شمېر کارونو مخه يې ډب کړې ده.
د دغه ولايت اوسېدونکي هم وايي چې ستونزې زياتې دي، ولايتي شورا بايد لا زيات کار وکړي او پر دولت فشار راوړي تر څو موجودي ستونزې ژر حل کړي.
د زابل د مېزانې ولسوالۍ اوسېدونکى اخترمحمد وايي چې د ولايتي شورا وکيلان په کارونو کې جدي دي او کله چې ورته مراجعه وشي نو ستونزه ژر هواروي.
نوموړي زياته کړه: ((په يوه اداره کې مې کار بند و، د نن او سبا بانې يې کولې د ولايتي شورا دفتر ته ورغلم هغوي د يادې ادارې رييس ته ټيلېفون وکړ او کار يې راته هماغه ورځ خلاص کړ.))
د ده په خبره چې د خلکو هيلې يواځې تر ولايتي شورا پورې دي او بايد چې ولايتي شورا په دولتي ادارو کې د فساد په مخنيوي کې خپلې هڅې نورې هم زياتې کړي.
اخترمحمد وايي: ((د پارلمان وکيلانو ته لاسرسی نه لرو او د حکومت مسوولينو ته ورتلی نه شو يواځې هغه اداره چې موږ ورته تمه لرو هغه ولايتي شورا ده.))
د ولايت د مرکز کلات ښار يوه اوسېدونکي حبيب الله پژواک ته وويل چې ولايتي شورا د خلکو او دولت تر منځ د اړيکو عمده لاره ده .
هغه وايي، که څه هم ولايتي شورا د نورو کلونو په نسبت ښه شوې خو لا هم د خلکو عمده ستونزې پر ځای پاتې دي او بايد ورته پاملرنه وشي.
د نوموړي په وينا، په دولتي ادارو کې فساد شته، د بيارغونې کارونه تقريباً په ټپه ولاړ دي او خلک له بې روزګارۍ ځورېږي خو د ولايتي شورا وکيلان په کوچنيو مسئلو بوخت دي
حبيب الله زياته کړه: ((د کلات ښار مرکزي چوک له تېرو دوو کلونو راهيسې نيم ويجاړ پاتې دی خو ولايتي شورا يې پوښتنه ونه کړه، اوس هم تر نيمايي زيات ښوونځي تړلي دي، بې روزګاري ورځ تر بلي ډېريږی وکيلان بايد دې شيانو ته زياته پاملرنه وکړي.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP