Language

د لوګر د عدلیې رییس او د استیناف محکمې څارنوال ټپیان شول

پل علم (پژواک، ٢٧ لړم ٩٤): د لوګر په مرکز کې د نامعلومو کسانو پر ډزو د دغه ولايت د عدليې رييس او د استيناف محکمې څارنوال ټپيان شوي او يو بل کس وژل شوى دى.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد جان عابد د لړم په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا دری بجې نا معلومو کسانو د مرکز پل علم اړوند د پورک په سيمه کې د عدليې د ریيس او استيناف محکمې د څارنوال پر موټر ډزې کړې دي.

هغه وايي چې د يادو ډزو له امله د عدليې ریيس محمد تراب تراب  او د استيناف محکمې څارنوال عبدالقيوم  ټپيان شوي او موټر چلوونکي يې وژل شوى دى.

هغه زياته کړه: ((دغه کسان په يو موټر کې ناست او کابل ته روان وو چې له دې پېښې سره مخ شول.))

ده وويل چې ټپيان د درملنې په موخه کابل ته وړل شوي دي او روغتيايي حالت يې ښه دى.

عابد وايي چې د يادې پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې خو تر اوسه يې په تور څوک نه دي نيول شوي.

د پورک سيمې اوسېدونکي حبيب الله پژواک ته وويل: ((له يو کرولا موټر نه پر يو ټوډې موټر ډزې وشوې چې دوه کسان په کې زخميان شول او يو مړ شو.))

هغه وويل چې پوليس سيمې ته راغلل وژل شوى کس او ټپيان يې له ځان سره يوړل خو موټر اوس هم په سيمه کې دى.

د يادې پېښې مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستی.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.