ښرنه (پژواک، ٢٧ لړم ٩٤): د پکتيکا د جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکو له امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړ او ويې ويل چې په هره برخه کې له حکومت سره همکارۍ ته چمتو دي.
د پکتيکا د جاني خېلو اوسېدونکو دغه څرګندونې په هغې غونډه کې وکړې چې د دغه ولايت والي امين الله شارق هم حضور درلود.
د جاني خېلو ولسوالۍ قومي مشر ملک ظاهر کټوازي وويل چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي له امنيتي ځواکونو ملاتړ کوي او په هره برخه کې له دولت سره همکارۍ ته چمتو دي.
خو هغه ټينګار وکړ چې حکومت بايد د دې ولسوالۍ د امنيت د ټينګښت تر څنګ د روغتيا، پوهنې، ښې حکومتولى او نورو برخو ته جدي پاملرنه وکړي.
ده زياته کړه: ((افغانانو اوس خپل دښمن پېژندلی دى، هېڅکله به اجازه ورنه کړي چې خپل شوم اهداف ترسره کړي، افغانان نور له جنګه ستړي شوي او ټول د سولې تږي یو او په ټول توان سره به د سولي له روان بهیر سره مرسته کوو.))
د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکي جان محمد هم وويل چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د سولې راوستو او په نورو برخو کې له دولت سره همکار دي.
هغه په وسله والو مخالفينو هم غږ وکړ چې له مخالفته لاس واخلي او د هېواد د هوساينې په موخه له دولت سره يو ځاى شي.
په دې غونډه کې د پکتيکا د ولايتي شورا غړي فضل الرحمن کټوازي وويل چې د هېواد د ښې راتلونکې په موخه بايد ولسونه له دولت نه ملاتړ وکړي او يو خپل يووالى وساتي.
ده پر ديني عالمانو هم غږ وکړ چې د سولې راوستو په برخه کې له حکومت سره اړينه همکاري وکړي.
په ياده غونډه کې د پکتيکا والي امين الله شارق هم د چارو په پر مخ بيولو او د امنيت په ټينګښت کې د ولسونو پر همکارۍ ټينګار وکړ.
هغه وويل: ((موږ به هېڅکله چا ته اجازه ورنه کړو چې زموږ امنيت خراب کړي او يا هم نورې ستونزې پيدا کړي.))
ده د يادې ولسوالۍ له خلکو سره ژمنه وکړه چې د ستونزو د حل په برخه کې به يې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP