Language

غزني کې د ماین چاودنې دوه وروڼه وژلي

غزني ښار (پژواک، ٢٧ لړم ٩٤): د غزني ولايت په ده يک ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله دوه وروڼه وژل شوي دي.

د غزني د ده يک ولسوال کريم الله اميري د لړم په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا ٨ بجې د دې ولسوالۍ د رباط او رامک سيمې تر منځ چاودنه شوې ده.

هغه وايي چې په دې چاودونه کې دوه وروڼه وژل شوي دي.

ده زياته کړه: ((دغه دواړه وروڼه په فلانکوچ موټر کې مڼې بار کړې وې او غزني ښار ته په لاره وو چې په لاره کې پرې چاودنه وشوه او دواړه ووژل شول.))

اميري وايي چې دغه ماين د وسله والو طالبانو له لوري په لويه لار کې ځاى پر ځاى شوى و.

د رامک سيمې اوسېدونکي محمدرفيع هم پژواک ته وويل چې نن سهار د دوى په سيمه کې د ماين چاودونه شوې ده.

هغه زياته کړه: ((د ماين زوروره چاودونه مې واورېده خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لرم.))

د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

د يادونې ده، څه موده وړاندې هم په ياده سيمه کې د ماين چاودنه شوې وه چې له امله يې د يوې کورنې اووه غړي وژل شوي وو.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.