پل علم- کلات (پژواک، ٢٨ لړم ٩٤): امنيتي ځواکونو په لوګر او زابل ولايتونو کې درې تنه له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تور او لسګونه کيلوګرامه نشه يې توکي نيولي دي.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د لړم په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د محمداغې ولسوالۍ په زاهد اباد سيمه کې عمليات کړي دي.
هغه وايي چې د دغو عملياتو پر مهال د ملي امنيت ځواکونو درې تنه له طالبانو سره د همکارۍ په تور نيولي دي.
د صالح په وينا، دغو کسانو په چاودنو او نورو ترهګريزو فعاليتونو کې لاس درلود.
ده وويل چې ياد کسان د ډېرو څېړنو په موخه کابل ته بيول شوي دي.
د زاهد اباد سيمې اوسېدونکي محمدصابر پژواک ته وويل: ((بېګا دلته امنيتي ځواکونو عمليات وکړل خبر شوم چې درې تنه يې وړي دي خو په دې نه پوهېږم چې دا کسان څوک دي او څه يې کول.))
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د زابل پوليسو په دغه ولايت کې لسګونه کيلوګرامه نشه يې توکي نيولي دي.
د زابل د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال غلام جيلاني فراهي پژواک ته وويل چې پوليسو پرون ٣٢ کيلوګرامه ترياک له يو مازدا موټر څخه ترلاسه کړي دي.
هغه زياته کړه: ((دغه توکي له کابل څخه کندهار خوا ته لېږدول کېدل چې د پوليسو له خوا ونيول شول.))
خو هغه ونه ويل چې په دې تور څوک نيول شوي او کنه.
خو فراهي دا هم وويل چې په تېره يوه اونۍ د زابل امنيتي ځواکونو ٩٦ کيلوګرامه بېلابېل ډوله نشه يې توکي نيولي چې په تور يې لس تنه هم نيول شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP