Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٢ ملکي  وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٢ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

author avatar
19 Nov 2015 - 16:31
چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٢ ملکي  وګړو ته مرګ ژوبله واړوله
author avatar
19 Nov 2015 - 16:31

کلات (پژواک، ٢٨ لړم ٩٤): چارواکي وايي چې په زابل ولايت کې د يوې چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٢ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر غلام جيلاني فراهي د لړم په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن  غرمه شاوخوا يوه بجه د سيوري ولسوالۍ د عمرزو په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې د دوو کورنيو غړي په يوه تراکتور موټر کې روان وو چې د سړک  غاړې پر ماين ور برابر شول.

د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې دری مېرمنې او يو ماشوم وژل شوي، د ښځو او ماشومانو په ګډون اته تنه نور ژوبل شوي دي.

فراهي وايي چې ټپيان د سيوري او شينکۍ ولسواليو کلينيکونو ته لېږدول شوي دي.

د امنيت امر وايي چې دغه ماين د وسله والو مخالفينو له خوا امنيتي ځواکونو ته ځاى پر ځاى شوى و، خو ملکي وګړي يې قرباني شول.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

 

 

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.