لومړى تعقيب -کلات ( پژواک، ٣٠ لړم ٩٤ ) : چارواکي وايي چې د کابل – کندهار پر لويه لاره د زابل ولايت په مربوطاتو کې د تښتول شويو مسافرو د خوشې کولو په موخه عمليات پيل شوي دي.
وسله والو مخالفينو د لړم په ٣٠مه، د سهار په شاوخوا اوو بجو د کلات ښار اړونده له نورک سيمې څخه يو شمېر مسافر له موټرو ښکته او تښتولي دي، خو تر اوسه رسمي سرچينو د تښتول شويو کسانو کره شمېره نه ده ښودلې.
ځينو سرچينو پژواک ته ويلي چې ٣٠ تنه تښتول شوي، خو ځينو نورو رسنيو بيا د نورو سرچينو په حواله د تښتول شويو کسانو شمېره٢٠، ١٧ او ١٤ تنه ښودلي دي.
د زابل د والي وياند خالد ساپي پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر يادې پېښې وروسته په ولايت کې بېړنۍ امنيتي غونډه جوړه شوه.
هغه زياته کړه چې په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، څو د سيمې د قومي مشرانو په همکارۍ د تښتول شويو کسانو د خوشې کولو په موخه هلې ځلې پيل شي.
د والي وياند وايي چې د ولايت د امنيه قوماندان او د ملي اردو د قوماندان په مشرۍ سيمې ته ځواکونه لېږل شوي او د تښتول شويو کسانو د پيدا کولو په موخه يې عمليات پيل کړي دي.
ساپي وويل ، ناتاييد شوي راپورونه وايي چې وسله والو ځينې تښتول شوي کسان خوشې کړي هم دي، خو تر اوسه په دې اړه کره معلومات نه لري.
په کندهار کې د ترانسپورټي شرکتونو يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو د کلات ښار اړونده د نورک په سيمه کې شاوخوا د يوه ساعت لپاره دکابل -کندهار لاره تړلې وه.
سرچينې زياته کړې چې وسله والو د احمدشاه ابدالي ، تونس پيما او ميرويس نيکه شرکتونو د ٣٠٣ او ٣٠٤ موټرو په ګډون يو شمېر واړه موټر هم درول او تالاشي کول يې.
يادې سرچينې وويل چې وسله والو د سپرليو بېلابېل موټر تلاشي کول او په پايله کې يې له څو موټرو څخه ٣٠ تنه مسافر ښکته کړي او له ځانه سره يې بيولي دي.
په کندهار ولايت کې د احمدشاه ابدالي ترانسپورټي شرکت يوې سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې د دوى درې موټر تالاشي شوي او ٩ مسافر يې ترې ښکته کړي دي.
د سرچينې په وينا، دغه راز وسله والو د نورو شرکتونو اړونده موټر هم تالاشي کړي او له هغوى څخه يې هم ګڼ شمېر مسافر ښکته کړي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP