تالقان(پژواک،٣٠لړم٩٤): چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د تخار په خواجه بهاءالدين ولسوالۍ کې شپږ کيلومتره پرمختګ کړى او په رامنځته شوې جګړه کې دوه سرحدي پوليس وژل شوي.
د تخار ولايت د خواجه بهاءالدين ولسوالۍ د سرحدي پوليسو قوماندان عبدالسلام احمدي د لړم په٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا اته بجې وسله والو طالبانو په دې ولسوالۍ بريدونه پيل کړل.
هغه وايي چې په دې بريدونو کې دوه سرحدي پوليس وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
احمدي زياته کړه : (( وسله والو طالبانو تېره شپه اته بجې له درقد ولسوالۍ څخه د خواجه بهاءالدين ولسوالۍ پر لوري بريدونه پيل کړل، چې په ۱۱ بجو امنيتي ځواکونه شا تګ ته اړ شول، په دغه نښته کې دوه سرحدي پوليس وژل شوي، ۶ نور ژوبل شوي او زموږ يو ټانک هم ويجاړ شوی دی.))
د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د خواجه بهاءالدين ولسوالۍ دوه مهمې سيمې القناق او چرسي نيولې دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، وسله وال طالبان په ياده ولسوالۍ کې شپږ کيلومتره مخ ته تللي دي.
د تخار د والي وياند سنت الله تيمور پژواک ته وويل چې په خواجه بهاءالدين ولسوالۍ کې اوس هم د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.
هغه وايي چې په دې نښتو کې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.
ده وويل چې امنيتي ځواکونه هڅې کوي ترڅو په خواجه بهاءالدين کې له لاسه وتلې سيمې بېرته ونيسي.
وسله وال طالبان هم په خواجه بهاءالدين ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې طالبانو په خواجه بهاءالدين ولسوالۍ کې يوه ستراتيژيکه پوسته له امنيتي ځواکونو نيولې ده.
دى وايي چې د يادې پوستې د نيونې پرمهال ګڼو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او طالبانو ځينې مهمات هم ترلاسه کړي دي.
login or register a new account.