ترينکوټ (پژواک، ۳۰ لړم ۹۴ کال ): د لومړي ځل لپاره په ترينکوټ ښار کې د کرنيزو محصولاتو نندارتون پرانيستل شو ، چې په کې ٢٨ ډوله بېلا بېل توکي نندارې ته اېښودل شوي دي.
ددې نندارتون د پرانيستې په مراسمو کې د اروزګان والي محمدنذير خروټي، د ملي امنيت رييس ذکرياخان عزيزي، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست کارکوونکو، کروندګرو او يو شمېر مېرمنو ونډه لرله.
والي محمد نذيرخروټي ددې نندارتون د پرانيستې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې اروزګان ښې اوبه، هوا او ځمکه لري چې په کې د ډېر شمېر کرنيزو توکو کرکيلې ته زمينه برابره ده.
هغه زياته کړه : زموږ اقتصاد پر کرنې ولاړ دی او په خبره يې هڅه به وکړي چې په دغه ولايت کې د کرنې برخې ته پاملرنه وکړي، خو وايي لا تر اوسه موږ هغه امکانات نه لرو چې له لارې يې د دې ولايت کرنيزه برخه پياوړې شي.))
د نوموړي په وينا، که د دې ولايت اوسېدونکي د کرنې په برخه کې لا زيات کار وکړي نو د دغه ولايت کرنيز محصولات کولای شي د ځان د بسيا کېدو تر څنګ د نورو ولايتونو اړتياوې هم پوره کړي.
خروټي په خپلو خبرو کې د دې ولايت له اوسېدونکو څخه وغوښتل چې د کرنې په برخه کې لږ يا ډېره پانګونه وکړي ، تر څو لا ډېر کروندګر تشويق او په دې برخه کې زيار وباسي او همدارنګه تر يوه بريده بېکاره کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي.
د اروزګان ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست سرپرست انجنير زلمي الکو وويل چې دا نندارتون يې د دې لپاره پرانيستى تر څو پانګوالو ته وښيې چې دلته کرنيز توکي د پام وړ محصولات لري او هغوی په دې برخه کې پانګونې ته زړه ښه کړي.
د هغه په وينا، په دې کرنيزو توکو کې شاوخوا ۲۸ ډوله بېلابېل کرنيز محصولات نندارې ته وړاندې شوي چې ټول د دې ولايت د مرکز ترڅنګ په لرې پرتو سيمو او ولسواليو کې لاسته راغلي دي.
الکو وويل ، په دغه ولايت کې بادام ښه حاصل ورکوي، که پاملرنه ورته ډېره شي نو شونې ده چې تر نړيوالو مارکېټونو پورې د اروزګان بادام ورسېږي او د دې ولايت د اوسېدونکو اقتصادي حالت پرې ښه شي.
په اروزګان کې د کرنيزو توکو د ټولنې استازي ګلاب الدين شاکر وويل چې نړۍ دا مهال د کرنې په برخه کې د بېلابيل ډوله ماشين الاتو په جوړېدو سره پرمختګ کړی او که دغه توکي دلته راوړل شي، نو د اروزګان کرنه به ډېره پرمختګ وکړي.
login or register a new account.