Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په زابل کې وسله والو ٣٠ تنه ملکي وګړي وتښتول

په زابل کې وسله والو ٣٠ تنه ملکي وګړي وتښتول

author avatar
21 Nov 2015 - 11:52
په زابل کې وسله والو ٣٠ تنه ملکي وګړي وتښتول
author avatar
21 Nov 2015 - 11:52

کلات ( پژواک، ٣٠ لړم ٩٤ ) : وسله والو د کابل – کندهار پر لويه لاره د مسافر وړونکو موټرو د  تالاشۍ پر مهال ٣٠ تنه مسافر له  ځانه سره بيولي دي.

د کندهار ولايت يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د لړم په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار په شاوخوا اووه بجو د زابل ولايت د مرکز کلات ښار اړونده د نورک په سيمه کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړه، چې وسله والو د سپرليو بېلابېل موټر تلاشي کول او په پايله کې يې له څو موټرو څخه ٣٠ تنه  مسافر  ښکته کړي او له ځانه سره يې بيولي دي.

په کندهار ولايت کې د احمدشاه ابدالي ترانسپورټي شرکت يوې سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې د دوى درې موټر تالاشي شوي او ٩ مسافر يې ترې ښکته کړي دي.

د سرچينې په وينا، دغه راز وسله والو د نورو شرکتونو اړونده موټر هم تالاشي کړي او له هغوى څخه يې هم ګڼ شمېر  مسافر ښکته کړي دي.

د زابل ولايت چارواکي له دې پېښې بې خبري ښيي.

 د يادونې ده چې تېر کال هم وسله والو په زابل کې ٣١ تنه ملکي وګړي تښتولي وو، چې څو مياشتې مخکې يې لومړى ١٩ تنه او بيا يې اته تنه خوشې کړل، خو اوس هم له دوى سره يو شمېر کسان بنديان دي.

دغه راز د داعش وسله والو د غزني ولايت له ګيلان ولسوالۍ څخه هم د جاغوريو ولسوالۍ اووه عام وګړي تښتولي وو، چې تر وژلو وروسته يې مړي خلکو پيدا او کابل ته ولېـږدول.

تر دې پېښې وروسته لسګونو زره کسانو په کابل کې لاريون  وکړ. 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.