ګردېز(پژواک،٣٠لړم٩٤): د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د چاودنې له امله د يوه روزنيز مرکز څلور زده کوونکي ټپيان شوي دي.
دغه چاودنه نن له غرمې وروسته د يوې نيمې بجې په شاوخوا کې د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د لنکلن ښوونيز مرکز ته څېرمه رامنځته شوه.
د يادشوي مرکز مشر اسدالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودېدونکي توکي ددې مرکز ديوال ته څېرمه ځاى پرځاى شوي و.
هغه وايي چې په دې چاودنه کې د دې مرکز څلور زده کوونکي ټپيان شوي چې دوه يې نجونې دي.
د يادې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د ملي امنيت موظفينو د ګردېز ښار له اړونده سيمو څخه د حقاني شبکې درې غړي نيولي دي.
دغه څرګندونې په هغه خبرپاڼه کې شوې چې د ملي امنيت د مطبوعاتي دفتر له لوري د لړم په ٣٠ مه پژواک ته را لېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د حقاني ډلې دغه درې تنه غړي دين محمد، ذکريا او مصطفى نوميږي.
سرچينه ليکي چې دغو کسانو د ماينونو خښولو او نورو ترهګريزو فعاليتونو کې لاس درلود.
login or register a new account.