کندوز (پژواک، ٣٠ لړم ٩٤): پر دې سربېره چې د کندوز ښار په شا وخواو کې تر اوسه د وسلوالو مخالفينو د فعاليت په اړه اندېښنې شتون لري، خو امنيتي چارواکي وايي چې طالبانو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې او په ژمي کې هم د هغوى د ځپلو لپاره پوره چمتووالى لري.
د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال محمد قسيم جنګل باغ نن په خبري ناسته کې وويل چې په دښت ارچي ولسوالۍ کې سخت عمليات روان دي، چې په ترڅ کې يې ٢٧ وسلوال مخالفين وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه، هڅه کېږي چې په عملياتو کې چا ته زيان ونه رسيږي.
دښت ارچي ولسوالۍ له دريو مياشتو راهيسې د طالبانو لاسونو ته غورځېدلې او درې مياشتې وړاندې د ملي اردو په ګډون د امنيتي ځواکونو د ګډو عملياتو په پايله کې يو ځل بيا د طالبانو له ولکې خلاصه شوه، خو طالبان بيا هم د يادې ولسوالۍ په لرې پرتو سيمو کې فعاليت کوي.
د کندوز امنيه قوماندان وويل، پرون په خان اباد ولسوالۍ کې د "تخار-کندوز" لويې لارې په اوږدو کې کومه نښته چې رامنځته شوه نو د امنيتي ځواکونو له لوري د قوماندان امين په ګډون چې په "امين کور" مشهور دى، درې وسلوال وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.
جنګلباغ زياته کړه چې د دغې لويې لارې په اوږدو کې د نا امنيو د مخنيوي لپاره نوې پوستې هم رامنځته شوې، څو د وسلوالو مخالفينو له لوري د خلکو د ځورولو مخه ونيول شي.
هغه زياته کړه، اوسمهال د امنيتي ځواکونو له لوري د "توپان-١٠" تر نوم لاندې پيل شوي چاڼيز عمليات دوام لري او د ژمي په موسم کې به نور هم سخت شي، څو د وسلوالو طالبانو ټول پټنځايونه له منځه يوړل شي.
امنيه قوماندان زياته کړه: "که څه هم وسلوال مخالفين په کندوز کې مشخص ځايونه نه لري، خو د نورو امنيتي ځواکونو په ګډې همکارۍ خپل پروګرامونه عملي کوو، څو هغوى د تودوخې په راتلونکي موسم سره له ترهګريزو بريدونو پاتې شي."
وسلوالو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
د کندوز ښار اوسېدونکي وايي، چې اوس د ښار په شا وخوا کې طالبان فعاله دي او اړينه ده چې د هغوى پر وړاندې چاڼيز عمليات تر سره شي.
د کندوز ښار يوه اوسېدونکي صلاح الدين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې طالبان تر اوسه پورې د اقتاش اړونده او د ګورتيپه، تلوکه، بوزتيموري، الچين او حضرت سلطان په سيمو کې فعاله دي او خلک له دې اړخه اندېښمن دي.
هغه ګواښ وکړ: "که چېرې د ژمي په موسم کې وسلوالو طالبان له منځه ولاړ نشي نو راتلونکى پسرلى به يو ځل بيا پياوړي شي او کوم تجهيزات يې چې د کندوز ښار د سقوط پر مهال ترلاسه کړي نو د ښار لپاره به جدي ګواښ واوسي."
خو امنيتي چارواکي وايي، چې طالبان د کندوز په مرکز کې ځپل شوي او کومې سيمې چې په يو شمېر ولسواليو کې پاتې دي؛ هغه به هم د عملياتو په پايله کې پاکې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP