Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

زابل کې د تښتول شوو کسانو د خوشي کولو لپاره هڅې پيل شوې

زابل کې د تښتول شوو کسانو د خوشي کولو لپاره هڅې پيل شوې

author avatar
22 Nov 2015 - 12:15
زابل کې د تښتول شوو کسانو د خوشي کولو لپاره هڅې پيل شوې
author avatar
22 Nov 2015 - 12:15

کلات  (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٤): چارواکي وايي چې په زابل ولايت کې د تښتول شوو ملکي کسانو د خوشي کولو په موخه هلې ځلې پيل شوې دي.

وسله والو مخالفينو د لړم په ٣٠مه سهار شاوخوا اووه  بجې د کلات ښار اړوند له نورک سيمې يو شمېر مسافر له موټرو ښکته کړل او له ځان سره يې بوتلل خو تر اوسه رسمي سرچينو د تښتول شوو کسانو کره شمېر  نه دی ښودلی.

ځينو سرچينو پژواک ته ويلي چې ٣٠ تنه تښتول شوي، خو ځينو نورو رسنيو بيا د نورو سرچينو په حواله د تښتول شوو کسانو شمېر ٢٠، ١٧ او ١٤ تنه ښودلی دی.

د زابل د والي سلاکار خالد ساپي د ليندۍ په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل چې تر يادې پېښې وروسته په ولايت کې بېړنۍ امنيتي غونډه جوړه شوه.

هغه زياته کړه چې په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، څو د سيمې د قومي مشرانو په همکارۍ د تښتول شوو د خوشي کولو په موخه هلې ځلې پيل شي.

د والي وياند وايي چې ځايي چارواکي د قومي مشرانو او مخورو په همکارۍ هڅه کوي چې له تښتوونکو سره اړيکې ونيسي او ياد کسان خوشي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون ساپي ويلي وو چې د ولايت د امنيه قوماندان او د ملي اردو د قوماندان په مشرۍ سيمې ته ځواکونه لېږل شوي او د تښتول شوو کسانو د پيدا کولو په موخه يې عمليات پيل کړي دي.

د زابل امنيه قوماندان مل پاسوال ميرويس نورزي پژواک اژانس ته وويل چې ياد کسان د مولوي قيوم په نوم د وسله والو طالبانو د يوه سيمه ييز قوماندان له خوا تښتول شوي دي.

د نوموړي په وينا، مولوي قيوم په غزني ولايت کې فعاليت کوي او ادعا کوي چې دغه کسان يې ځکه ښکته کړي چې په غزني کې يې د خپلوانو رمې برمته شوې دي.

خو امنيه قوماندان وايي چې د وسله والو طالبانو له خوا يواځې اوه يا اته تنه تښتول شوي دي.

پژواک اژانس پرون د وسله والو طالبانو وياند ته ايمېل کړى، خو هغه تر اوسه په دې اړه ځواب نه دى ورکړى.

بلخوا پرون په کندهار کې د ترانسپورټي شرکتونو يوې سرچينې پژواک اژانس ته ويلي وو چې وسله والو مخالفينو د کلات ښار اړوند د نورک په سيمه کې شاوخوا د يوه ساعت لپاره دکابل-کندهار لاره تړلې وه.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.