پل علم (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٤): د لوګر ولايت کومانډو ځواکونو شاوخوا ٢٠٠ ميله هغه وسله ډاياګ ته وسپارله چې په تېرو څو مياشتو کې يې د عملياتو پر مهال نيولې وه.
په لوګر ولايت کې د کومانډو ځواکونو د لومړۍ لوا قوماندان بريد جنرال امان الله مبين د يادو وسلو د سپارلو په غونډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه وسلې کومانډو ځواکونو په دغه ولايت کې له بېلابېلو سيمو د عملياتو پر مهال ترلاسه کړي دي.
هغه زياته کړه: ((دغه وسله په تيرو اتو مياشتو کې موږ ترلاسه کړى، د دې وسلو په ترلاسه کولو سره په لوګر کې طالبان ډير ضعيفه شوي دي موږ سره اوس د مخامخ جګړې توان نه لري.))
د مبين په وينا چې په دې وسلو کې ٨ ميله راکټ، ٥٩ کلاشينکوفونه، ١١ميله پيکا، ١٧ ميله کارابين، ٨٣ ميله يوولس ډزې او ځيني نورې وسلې شاملې دي.
ده وويل چې د يادو وسلو د ترلاسه کولو پر مهال ګڼو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ځيني نور يې ژوندي نيول شوي دي.
هغه وويل چې امنيتي ځواکونو د ډاياګ (وسلو ټولولو پروګرام) د پروسې له پيله تر دې دمه زرګونه ميله وسلې دغه پروګرام ته سپارلې دي .
د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، ډاياګ پروګرام په ٢٠٠٣ زيږديز کال کې په افغانستان کې پيل شوى او تر اوسه زرګونه ميله درنه او سپکه وسله دغه پروګرام ته سپارل شوې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP