Language

په شمال زون  کې نا امنيو د ماشومانو ژوند  له ګواښ سره مخ کړی

مزارشريف (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ۹۴) : د شمال زون د بشري حقونو مسوولين وايي، چې په دغه زون کې وروستيو نا امنيو د ماشومانو ژوند له بېلابېلو اړخونو له ګواښ سره مخ کړی دی.

د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ملګرو ملتونو د دفتر په ملاتړ يو شمېر مدني ټولنو د ماشوم ورځ ونمانځله.

په ياده غونډه کې چې د ليندۍ په لومړۍ نېټه په مزارشريف ښار کې تر سره شوه، د ماشوم په برخه کې د کارکوونکو دفترونو د مسوولينو ترڅنګ، دولتي چارواکو، د مدني ټولنو غړو او ماشومانو برخه اخيستې وه.

د نومبر۲۰مه، د ماشوم د حقوقو د کنوانسيون د تصويب ورځ ده، چې په ټوله نړۍ کې د ماشوم د ورځې په نامه نمانځل کېږي.

د شمال زون د بشر حقونو رييس سيدمحمدسامع د يادې غونډې په تړاو پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د افغانستان په څېر هېوادونو کې چې لا هم ماشوم ته حقوقو په پوره توګه نه دي ورکړل  شوي، بلکې ازرښت نه لري، د ماشوم د ورځې نمانځل ښه پيغام لرلی شي.

نوموړي زياته کړه چې په افغانستان کې د دغې ورځې نمانځنه همدا موخه لرلی شي، چې د حکومتي چارواکو پام د ماشوم روزنې او پالنې ته واړول شي.

د هغه په وينا، د شمال وروستۍ ناامنۍ دا په ډاګه کوي چې په روان کال کې په دغه زون کې د ماشومانو هراړخيز حالت د اندېښنې وړ دی.

سامع وويل:((چېرې چې جنګ وي ناامني وي، په هماغو سيمو کې د ماشوم ژوند له ډېرو ګواښونو سره مخ وي.))

نوموړي زياته کړه، چې په شمال زون کې پر ماشوم د زورزياتي شل پېښې له دوی سره ثبت دي؛ خو په روان کال کې د سړک پر غاړو د ماشومانو د سختو کارونو کول، زيات شوي دي.

د کار او ټولنيزو چارو رياست سرپرست متين الله متين، چې په ياده غونډه کې يې برخه اخيستې وه، پژواک ته وويل چې دمګړۍ له دوی سره په مزارشريف ښار کې له ۴۰۰ ډېر ماشومان  د سړک پر غاړو د سختو کارونو تر سره کوونکو په نوم ثبت دي.

نوموړي زياته کړه چې دغه ماشومان ډېری د بلخ له ګاونډيو ولايتونو څخه د ناامنۍ له امله مزارشريف ښار ته راغلي دي.

د هغه په وينا، د ماشوم د ورځې د نمانځنې په څېر ورته پروګرامونه د چارواکو تر څنګ د عامو خلکو په ذهن کې د ماشوم د ژوند د هراړخيز سمبالښت په اړه مثبت فکر پيدا کوي.

login or register a new account.

Related Topics