Language

بلخ کې د اسونو د غوښې د پلور په تور دوه کسان ونيول شول

مزارشريف (پژواک، ۲ ليندۍ ۹۴): د بلخ ولايت امنيتي مسوولين وايي چې په مزارشريف ښار کې يې دوه کسان د اسونو د غوښې د پلور په تور نيولي دي.

د دغه ولايت د امنيې قومانداني مطبوعاتي مسوول شېرجان دراني د ليندۍ په ۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مزارشريف ښار په نهمه ناحيه کې يې دوه کسان د اسونو د غوښو د پلور په تور نيولي دي.

نوموړي زياته کړه، دوه کسان چې اسونه يې حلال کړي وو او هوډ يې درلود په ښار کې يې   وپلوري، تېره ورځ د اپراتيفي معلوماتو پر بنسټ ونيول شول.

هغه وايي چې نيول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی او منلې يې ده چې اسونه يې د غوښې د پلور په نيت حلال کړي وو.

نوموړي زياته کړه چې لا هم دوی معلومات نه دي ترلاسه کړي، چې نيول شوو کسانو له دې وړاندې هم د اسونو او يا د نورو حرامو څارويو غوښې  پلورلې او که څنګه.

د مزارشريف ښار اوسېدونکي سربېره پر دې چې د ورته پېښې په تړاو اندېښنه لري، وايي چې امنيتي پوليس بايد د ورته چارو په کلکه مخنيوی وکړي.

د نهمې ناحيې اوسېدونکي غلام محمد پژواک ته وويل چې دوی د يادې پېښې په اړه لا هم معلومات نه لري.

نوموړي زياته کړه، پوليس دنده لري چې د ورته کړنو مخنيوی وکړي.

د هغه په وينا، اندېښنه لري چې ممکن يادو نيول شوو کسانو له دې وړاندې هم د حرامې خوښې د حلالو خوښو په نوم پلورلې وي.

د امنيې قوماندانۍ وياند دراني وويل، دوی خلکو ته ډاډ ورکوي چې په ښار کې به هېڅ وخت د حرامو خوښو پلور ته وخت ورنه کړي.

د يادونې ده، يوکال مخکې د بلخ امنيې قوماندانۍ د غوښو يو قراردادي هم په دې تورن شوی وو چې ګواکې پوليسو ته يې د خرو غوښې ورکولې چې بيا وروسته په دې تړاو څلور کسان ونيول شول خو اصلي قراردادي په تېښته بريالى شوی و.

 

login or register a new account.

Related Topics