Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د زابل چارواکو د تښتول شوو کسانو له خوشي کېدو بې خبري وښوده

د زابل چارواکو د تښتول شوو کسانو له خوشي کېدو بې خبري وښوده

author avatar
23 Nov 2015 - 15:54
د زابل چارواکو د تښتول شوو کسانو له خوشي کېدو بې خبري وښوده
author avatar
23 Nov 2015 - 15:54

کلات (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٤): د زابل چارواکي وايي چې د تښتول شوو مسافرو د خوشي کولو په موخه يې د قومي مشرانو يوې جرګې کار پيل کړى دى.

وسله والو مخالفينو د لړم په ٣٠مه سهار شاوخوا اووه  بجې د کلات ښار اړوند له نورک سيمې يو شمېر مسافر له موټرو ښکته کړل او له ځان سره يې بوتلل خو تر اوسه رسمي سرچينو د تښتول شوو کسانو کره شمېر  نه دی ښودلی.

ځينو سرچينو پژواک ته ويلي چې ٣٠ تنه تښتول شوي، خو ځينو نورو رسنيو بيا د نورو سرچينو په حواله د تښتول شوو کسانو شمېر ٢٠، ١٧ او ١٤ تنه ښودلی دی.

د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال د ليندۍ په دوهمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه قومي مشران د زابل له بېلابېلو سيمو ټاکل شوي تر څو له برمته کوونکو سره خبرې وکړي او يرغمل شوي کسان خوشي کړي.

هغه زياته کړه چې دغه کسان د زابل له ولايتي اداري سره نږدې او په همغږۍ کار کوي او زياته هيله شته چې په ورسپارل شوې دنده کې به بريالي شي.
سيال وايي چې تر اوسه دوى ته د تښتوونکو هويت او د هغوى د غوښتنو په اړه دقيق معلومات نشته.
د ولايت وياند د کورنيو چارو وزارت د پرونۍ خبرې په اړه چې ګواکې نهه تنه خوشي شوي، بې خبري وښوده او ويې ويل چې د چا د خوشي کېدو په اړه کره معلومات نه لري.
بلخوا د زابل امنيه قوماندان جنرال ميرويس نورزي پژواک اژانس ته وويل چې ياد کسان د ملا قيوم په نوم د يو کس له لوري تښتول شوي او هغه ادعا کوي چې په غزني ولايت کې د دوى د پسونو د برمته شوو رمو په بدل کې به ياد کسان خوشي کړي.

نوموړي زياته کړه چې دولت له ټولو ممکنو لارو د يرغمل شوو د خلاصون هڅې کوي.

د زابل د شاه جوى ولسوالۍ يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې پرون له غرمې وروسته د دې ولسوالۍ له مخورو مشرانو لس تنه يې د جرګې لپاره انتخاب شول او دغه کسان به نن له وسله والو تښتوونکو سره خبرې پيل کړي او د تښتول شوو د خلاصون هڅه به وکړي.

د زابل د والي سلاکار خالد ساپي پژواک اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو د کلات او شاه جوي ولسوالۍ په اړوند سيمو کې لويې لارې تر خپل کنټرول لاندې راوستلې تر څو د يرغمل شوو کسانو له يو ځايه بل ته د لېږد مخه ونيسي.

ساپي وويل، زياته هيله شته چې د مشرانو ټاکل شوې جرګه به دغه کسان ژر راخوشي کړي.

بلخوا ځينو رسنيو ويلي چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دويم مرستيال کريم خليلي په هلو ځلو ځيني کسان خوشي شوي، خو د زابل چارواکو له دې بې خبري وښوده.

د ملا اختر منصور په مشرۍ د طالبانو ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو په زابل کې د طالبانو د مخالفې ملا دادالله ډلې وياند قاري حمزه وايي چې ياد کسان د ملا اختر منصور وسله والو تښتولي دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.