غزني ښار (پژواک، ۲ لیندۍ ۹۴): په غزني کې يو شمېر ښځې وايي که څه هم خپلې اقتصادي ستونزې د لاسي صنايعو د توليداتو له پلورلو پوره کوي خو زياتوي چې دغه توليدات يې سم بازار نه لري.
ښکلې او رنګارنګ جامې، خامک او چرم ګنډنه، غالۍ او ټغر اوبدنه، ګلدوزي او د مريو پېيل د دغه ولايت د ښځو لاسي صنايع جوړوي.
د غزني د ده یک ولسوالۍ اوسېدونکې راحلې پژواک خبري اژانس ته وويل چې خپلې ټولې ورځنۍ اقتصادي چارې د لاسي صنايعو د توليداتو له خرڅلاو څخه پوره کوي.
هغې زياته کړه: ((خاوند مې په کورنیو جګړو کې وژل شوى، د شپږو اولادونو مور يم، د ټول کور اړتياوې په همدې پوره کوم، ماشومان مې تر اوسه واړه دي.))
د راحلې د معلوماتو له مخې، هره مياشت له دغو توليداتو تر لس زره افغانيو پورې ترلاسه کوي.
خو هغې وويل که چېرې حکومت ورته بازار پيدا کړي نو د عوايدو کچه به يې دوه برابره لوړه شي.
دى زياته کړه: ((دا توکي زه په خپل کلي کې خرڅوم یو څو ځلې مې د زوی په لاس بازار ته ولېږل لږ خرڅ شول؛ ځکه د بازار خلک ورسره بلد نه دي.))
دغه راز د غزني ښار اوسېدونکې امنه هم وايي چې په دغه ولايت کې لاسي صنايعو د خرڅلاو لپاره اړين بازار شتون نه لري.
خو دې وويل: ((ځيني خلک چې اوس خپل زامنو ته واده يا کوژده کوي نو بيا دا زموږ مالونه اخلي، ځکه موږ يې ښايسته جوړوو او له بازار نه يې ارزانه ورکوو.))
د امنې د معلوماتو له مخې، خامکي يخن، لمنه، خولۍ، ځونډي، زينپوښ، قلم ځاى، د اينې او ساعت پوښونه، دستمالونه او واسکټونه يې په توليداتو کې شامل دي.
دغه راز د غزني ښار د خشک سيمې اوسېدونکي ګل اندامې پژواک ته وويل چې له څو کلونو راهيسې لاسي صنايع توليدوي او له دې لارې د کور کرايه او نور ورځنی خرڅ برابروي.
هغې وويل: ((هر وخت مې زامن راته وايي چې نور دا کار مه کوه، خو زه ورته وایم چې په دغه کار کې ګټه ډېره ده.))
login or register a new account.