ښرنه (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٤): د پکتيکا چارواکي وايي چې نامعلومو وسله والو په دغه ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان او يو پاکستانى ډاکټر وژلي دي.
د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد د ليندۍ په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په مرکز ښرنه کې نا پېژانده وسله والو نن سهار شاوخوا ٧ بجې د عبدل په نوم د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان وژلى دى.
ده وويل چې د قوماندان د وژنې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
زاهد وايي چې يادو وسله والو د قوماندان موټر هم له ځان سره بیولی دى.
د مرکز ښرنې اوسېدونکي نورخان هم پژواک ته د ياد قوماندان د وژل کېدو پخلی وکړ او ويې ويل: ((قوماندان عبدل درې پوستې درلودې خو ډېر تکړه سړى و.))
دغه راز د پکتيکا د سروبي ولسوالۍ يوه اوسېدونکي ذبيح الله پژواک ته وويل چې تېره ورځ نا معلومو وسله والو په دې ولسوالۍ کې يو پاکستانی ډاکټر وژلى دى.
هغه وويل: ((دغه ډاکتر په پنجابي ډاکټر مشهور و، د مړي څنګ ته يې يو خط هم موندل شوی، په دې خط کې ليکل شوي چې دغه ډاکټر د پاکستان استخباراتي ادارې کس و، نو ځکه د پاکستاني طالبانو له لوري ووژل شو.))
د پکتيکا د عامې روغتيا رييس ډاکټر ولي ګل هم د ياد پاکستاني ډاکټر وژل کېدل تاييد کړل.
هغه وايي چې ياد ډاکټر له تېرو څلورو کلونو راهيسې په سروبي ولسوالۍ او تر دې وړاندې په وازېخوا ولسوالۍ کې فعاليت کاوه.
د يادو کسانو د وژنې په اړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې څه نه دي ويلي.
login or register a new account.