پل علم (پژواک، ۳ لیندۍ ۹۴): د لوګر د برېښنا رياست چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې ٦٥ دولتي ادارو له تېر یو کال راهیسې د برېښنا د لګښت پيسې نه دې تحويل کړې.
د لوګر د برېښنا رييس نورالدين ستانکزي د ليندۍ په ٣مه پژواک خبري اژنس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې ٦٥ لويو او کوچنيو ادارو له تېر يو کال راهيسې د برېښنا د لګښت پيسې نه دې تحويل کړې.
د هغه د معلوماتو له مخې، د يو شمېر نورو ادارو تر څنګ د ولایت مقام، څارنوالۍ، محکمه، د ملي امنیت، کرنې او مالدارۍ، د پوهنې، حج او اوقافو، شهیدانو او معلولینو، ګډوالو، د کليو پراختیا، ولایتي شورا او سرحدونو او قومونو چارو رياستونو د برېښنا پيسې نه دې ورکړې.
ده وويل چې په لوګر د اوبو برېښنا نشته، يواځې حرارتي برېښنا ده چې د دولتي ادارو تر څنګ شاوخوا ٢٥٠٠ کورونو او هټيو ته هم وېشل شوې ده.
دى وايي چې دولتي ادارو ته برېښنا يو کيلو واټ په ٤٥ افغانۍ، سوداګريزو ساحو ته په ٣٤ افغانۍ او د کورنيو لپاره يې په ٢٥ افغانيو ورکوي.
هغه زياته کړه: ((موږ له ټولو ادارو په کتبي ډول غوښتنه کړې چې خپلې پيسې تحويل کړي خو چا نه دي تحويل کړط او دغه کار موږ له ستونزو سره مخ کوي.))
ده وويل چې په ټوليزه توګه د لوګر دولتي ادارې د برېښنا د رياست شاوخوا دوولس ميليونه افغانۍ پوره وړې دي.
ستانګزی وایي: ((تر ټول ډېر پوروړی د ولایت مقام دی چې له یوه کال راپه دېخوا یې د برېښنا د لګښت پیسی نه دې راکړې.))
د هغه د معلوماتو له مخې، په ٢٤ ساعتونو کې خپلو ټولو مشتريانو ته ١٢ ساعته برېښنا ورکوي.
د لوګر د والي وياند سليم صالح پژواک ته ومنله چې د ولايت مقام او ځينې نورې ادارې د برېښنا د رياست پوروړې دي.
هغه زياته کړه: ((دا په دې معنی نه ده چې موږ یې حق نه ورکوو او یا هم ورسره زورزیاتی کوو.))
د صالح په وينا، په لوګر کې د برېښنا د لګښت بيه لوړه ده، ځکه يو شمېر ادارو د برېښنا لګښت نه دى تحويل کړى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP