مزارشريف (پژواک، ۳ ليندۍ ۹۴):د شمال زون د بشری حقونو کمېسون چارواکی وايي، چې په دغه زون کې د تېر کال په پرتله د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي ٣٠ سلنه ډېر شوي دي.
د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ښځو چارو رياست له خوا د ليندۍ په ۳مه، د ښځو پر وړاندې له تاوتريخوالي سره د مبارزې ورځ ونمانځل شوه.
په دغه غونډه کې د ښځو د حقونو د مدافع ټولنو غړو، د مدني ټولنې ځينو فعالانو او دولتي چارواکو تر څنګ د شمال زون د بشری حقونو رياست چارواکو هم برخه لرله.
د شمال زون د بشري حقوقو د خپلواک کمېسيون د ښځو د برخې مسوولې مېرمن خماري حيدري د يادې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تېرو کلونو په پرتله د شمال زون په څلورو ولايتونو بلخ، سمنګان، جوزجان او سرپل کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوې دي.
نوموړې د شمال زون د بشري حقونو خپلواک کمېسيون سره د ثبت شويو پېښو پر بنسټ وويل، چې په روان کال کې په يادو څلورو ولايتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۸۳۷ پېښې ثبت شوې دي.
هغې د تېر کال د پېښو کره شمېره وړاندې نه کړه؛ خو ويې ويل چې د روان کال پېښې د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه ډېرې شوې دي.
حيدري په دولتي ادارو کې د ښځو پر شتون خوښي وښوده؛ خو ورسره يې پر کېدونکي چلند اندېښمنه وه.
هغې زياته کړه، چې په دولتي ادارو کې په هر اړخيزه توګه له ښځو سره د دولتي کارمند په توګه ښه چلند نه کېږي.
دې د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې په دغه ډول چلندونو کې ځورونه او د جنسي تېريو پېښې هم شاملې دي.
بل خوا د بلخ ولايت د ښځو چارو رييسې مېرمن شهلا حديد وويل، چې په بلخ کې د تېرو کلونو په پرتله په دولتي ادارو کې د ښځو شتون زيات شوی دی.
هغې زياته کړه، چې د بلخ ولايت امنيت او ښه کاري چاپيريال د دې لامل شوی، چې ښځې په پراخه توګه په دولتي ادارو کې کار کولو ته زړه ښه کړي.
مېرمن حديد وويل، چې د ښځو دغه ډول فعاليت په ټولنه کې د ښځو لپاره د سياسي مشارکت اسانتيا برابروي، چې بايد ګټه ترې واخيستل شي.
login or register a new account.