تالقان (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٤): د تخار چارواکي وايي چې د دغه ولايت نهه دولتي کارکوونکي د بډو اخيستو په تور د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي دي.
د تخار د والي وياند سنت الله تيمور د ليندۍ په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د خلکو په مرسته دغه نهه تنه د امنيتي ارګانونو له خوا نيول شوي دي.
ده وويل چې په نيول شوو کې د ځینو دولتي ادارو کارکوونکى او افسران شامل دي.
تيمور وايي چې د يادو کسانو دوسيې د ډېرې څيړنې په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.
د هغه په وينا، په تېره يوه مياشت کې د تخار په دولتي ادارو کې د فساد په اړه شاوخوا څلور سوه شکايت پاڼې ثبت شوې دي.
ده وويل چې له يادو پاڼو دوه سوه يې تر اوسه څېړل شوې دي.
دغه راز د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير پژواک ته وويل چې د نيول شوو کسانو په اړه کافي اسناد شتون لري.
خو هغه د يادو کسانو هويت په ډاګه نه کړ.
login or register a new account.