Language

د پکتيا کروندګرو ته د غنمو د اصلاح شوي تخم  د وېش لړۍ پيل شوه

ګردېز (پژواک،٥ليندۍ٩٤): د پکتيا د کرنې رياست له خوا د دې ولايت بزګرانو ته د غنمو د لسګونه ټنه اصلاح شويو تخمونو د وېش لړۍ پيل شوه، خو کروندګر وايي، د غنمو د کرلو وخت تېر شوى دى.

د دې ولايت د کرنې او مالدارۍ رييس ذبيح الله حسن زي د ليندۍ په پنځمه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه رياست په پام کې لري سږکال د مرکز او ولسواليو پر کروندګرو ١٢٠ ټنه اصلاح شوي تخمونه و وېشي.

هغه زياته کړه: ((تېر کال دغه اندازه دوه سوه ټنه وه، خو سږکال وزارت د بوديجې له کسر سره مخ دى، نو ځکه يې د پکتيا په ګډون نورو ولايتونو ته هم لږ اصلاح شوي تخمونه ورکړي دي.))

حسن زي وويل، د دې غنمو ټوليزه بيه ٤.٥ ميليونه افغانۍ ده او د نورو تخمونو په پرتله زيات حاصلات ورکوي.

د پکتيا د احمد ابا ولسوالۍ يوه کروندګر رسول ګل پژواک ته وويل: ((اصلاح شوي تخمونه په داسې وخت کې موږ ته راکړل شول، چې د غمنو د کرلو وخت تېر شوی دی.))

ده زياته کړه، د پکتيا په ګډون د هېواد په ډېر شمېر ولايتونو کې غنم د تلې په مياشت کې کرل کېږي.

نوموړی وايي، دوی داسې ځايونه نه لري، چې تر يوه کال پورې دغه اصلاح شوي تخمونه په کې وساتي.

خو د پکتيا د کرنې او مالدارۍ رييس وايي، تيره اوونۍ دغه تخمونه د وزارت له لوري دوى ته ورکړل شوي او اوس يې په بزګرانو د وېشلو لړۍ پيل کړه.

 

 

 

 

login or register a new account.

Related Topics