تالقان (پژواک ٧ ليندۍ ٩٤): د تخار د درقد ولسوالۍ د موسى زيو او طاهريو سيمو اوسېدونکي ادعا کوي، چې د ملي اردو چورلکو يې کورونه په نښه کړي او د مرګ ژوبلې ترڅنګ مالي زيانونه يې ورته اړولي دي، خو چارواکي د ملي اردو له لوري د ملکي خلکو پر کورونو بمبارۍ نه مني.
د موسى زيو د کلي اوسېدونکي لايق بهير، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن ماسپښين شاوخوا يوه بجه د ملي اردو چورلکو د دوى پر کورونو بمونه غورځولي، د کورونو د ويجاړلو ترڅنګ يې يو شمېر څاروي هم وژلي دي.
ده زياته کړه، د دوى کلي د جنګ له سيمې څخه ۷ کليومټره لرې پروت دى.
هغه وايي: ((نن يوه بجه د ملي اردو چورلکو زموږ په کلي ۴۸ راکټونه ويشتي دي، په موسى زيو او طاهري کليو کې يې ۳ ماشومان وژلي، ۷ نارينه يې ژوبل کړي، ۱۳ کورونه يې ويجاړ کړي او درې جوماتونه يې شهيدان کړي دي.))
د درقد ولسوالۍ يو بل اوسېدونکى شېردل طاهري وايي، دغه کلي له جنګي سيمو نه شاوخوا ۷ کيلومټره واټن لري.
هغه له امنيتي ځواکونو څخه غواړي، چې عامه استوګنځايونه دې نه په نښه کوي، بلکې دقيق جنګي پلانونه دې جوړ او عملي کړي.
دى زياتوي: ((دولت په خواجه بهاءالدين ولسوالۍ کې ډي سي توپونه درولي، درقد ولسوالۍ پرې ولي، دغه توپونه د خلکو په کورونه او باغونه لوېږي، تېره ورځ يې هديره په نښته کړې وه، نن يې چورلکو د خلکو کورونه په نښه کړل.))
نوموړي وايي، که درقد ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې ده، خو ټول اوسېدونکي يې طالبان نه دي، امنيتي ځواکونه دې د خلکو د کورونو په ځاى د طالبانو مورچلونه په نښه کړي.
خو په ورته وخت کې بيا د تخار امنيه قوماندان جنرال نور محمد حکيمي چې دا مهال په خواجه بهاءالدين ولسوالۍ کې د طالبانو د ځپلو په موخه د عملياتو مشري کوي، مني چې نن ملي اردو په درقد ولسوالۍ کې بمبارۍ کړې دي؛ خو دا نه مني چې ګواګې د ملي اردو چورلکو دې د خلکو کورونه په نښه کړي وي.
ده پژواک ته وويل: ((ځکه موږ څه نه شو ويلى، چې درقد د طالبانو په ولکه کې دى، د ملي اردو له لوري بمبارۍ شوې دي، خو موږ ته داسې معلومات نه دي را رسېدلي، چې خلک دې په کې وژل شوي وي.))
د يادولو ده چې د روان کال په لړم مياشت کې طالبانو درقد ولسوالۍ ونيوله، خو اوس مهال د تخار امنيتي ځواکونه د دغې ولسوالۍ د بېرته نيولو عمليات پيل کړي، چې د ملي اردو له هوايي ملاتړ څخه هم برخمن دي.
login or register a new account.