Language

په بلخ کې د حزب اسلامي يو قوماندان او يو اربکى وژل شوي

مزارشريف (پژواک، ٧ ليندۍ ٩٤): چارواکي وايي چې د بلخ په ځينو امنيتي پېښو کې د حزب اسلامي يو پخوانى جهادي قوماندان او يو اربکی وژل شوي دي.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني د ليندۍ په ٧ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون له غرمې وروسته په دولت اباد ولسوالۍ کې د مولوي خليل الله لودين په نوم يو کس د وسله والو له خوا وژل شوى دى.

هغه زياته کړه چې نوموړی د جمعې تر لمانځه وروسته خپل کور ته روان و چې په لاره کې د موټرسايکل سپرو وسله والو له خوا وژل شوى دى.

دراني وويل چې بريدګر تښتېدلي او پوليسو يې په اړه پلـټنې پيل کړې دي.

د قدرت الله په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې مولوي لودين د حزب اسلامي پخوانى جهادي قوماندان و، خو اوس په خپل کور کې ناست او کومه دنده يې نه لرله.

د اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجنير محمدخان د د مولوي خليل الله لودين وژنه غندلې او له کورنۍ سره يې خواشيني څرګنده کړې ده.

د هغه له خوا پژواک ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي لودين د شوروي اتحاد پر وړاندې د افغانانو په جهاد کې فعاله ونډه اخيستې وه او بيا د هجرت پر مهال يې د ښوونکي په توګه زرګونه ماشومان روزلي دي.

انجنير محمد خان امنيتي ارګانونو ته سپارښتنه کړې چې د هغه قاتلين د قانون منګولو ته وسپاري.

بلخوا د بلخ په چاربولک ولسوالۍ کې يو تن اربکي  د خپل قوماندان له خوا وژل شوى دى.

د دې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمدايوب پژواک اژانس ته وويل چې  دا پېښه نن سهار د ولسوالۍ د ادينه مسجد په سيمه کې رامنځته شوې ده، خو نوموړي يې په اړه نور معلومات نه درلودل.

شېرجاني له دې پېښې بې خبري وښوده.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې په بلخ ولايت کې د ترور پېښې زياتې شوې دي. 

login or register a new account.

Related Topics