Language

په کندهار کې د ملي امنيت يو کارکوونکى ووژل شو

کندهار (پژواک ٧ ليندۍ ٩٤): په کندهار ښار کې يو ټولنيز فعال او د ملي امنيت کارکوونکى محمد نافع روکيال په يوه غلچکي بريد کې ووژل شو.

پر نوموړي، نن ماښام شاوخوا اووه بجې د کندهار ښار په دويمه ناحيه کې هغه مهال ډزې وشوې، چې له خپلې دندې کور ته روان و.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک، پژواک خبري اژانس ته وويل، مخپټو وسله والو د کندهار ښار د دويمې ناحيې اړوند د کلا فصيل په کوڅه کې پر محمد نافع روکيال ډزې کړي او هغه يې ځاى پر ځاى وژلى دى.

هغه زياته کړه، روکيال د ځوانانو تر منځ پېژندل شوې څېره او ټولنيز فعال و او دغه راز يې د ملي امنيت په اداره کې هم دنده تر سره کوله.

دى وايي، وسله وال کسان تر بريد وروسته تښتېدلي، خو پوليسو يې د نيول کېدو هڅې پيل کړې دي.

تر اوسه کومې ډلې د دغه بريد مسووليت نه دى منلى.

محمد نافع روکيال په تېرو ټاکنو کې د کندهار ولايتي شورا ته هم ځان کانديد کړى و، خو بريالى نه شو.

دا په کندهار کې د هدفي وژنو لومړۍ پېښه نه ده، بلکې تر دې وړاندې هم په ورته بريدونو کې قومي مخور، ديني عالمان او د دولت کارکوونکي وژل شوي دي.

login or register a new account.