Language

ښاروال: ٩٥ سلنه بوديجه مو په پراختيايي چارو لګولې

مزارشريف (پژواک، ۷ ليندۍ ۹۴): د مزارشريف د ښاروالۍ مسوولين وايي، په روان کال کې يې د ترلاسه شوې بوديجې ۹۵سلنه برخه د ښار په پراختيايي چارو لګولې ده.

د بلخ ولايت د مرکز مزارشريف ښاروال محمد يونس مقيم د ليندۍ په ۷مه، د ښاروالۍ په کلنۍ حساب ورکولو غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، د روان کال له اقتصادي ستونزو سربېره يې ترلاسه شوي عوايد د تېر کال په پرتله څو سلنه زيات دي.

نوموړي زياته کړه، لا هم چې د بوديجوي کال ۲۰ ورځې پاتې دي او د دوی حسابونه لا تړل شوي نه دي، د تر لاسه شويو عوايدو کچه يې له ۳۰۰ ميليونو افغانيو څخه اوړي.

د هغه په وينا، تېر کال يې يواځې ۳۰۰ ميليونه افغانۍ عوايد تر لاسه کړي وو.

مقيم وويل، د دوی د عوايد ډېره برخه کې د ښاروالۍ په کرايه ورکړل شوي ملکيتونه، ماليه او د صفايۍ پاڼې جوړوي.

نوموړي زياته کړه، د روان کال په اوږدو کې دوی خپل اټکل شوې بوديجه نږدې ۹۵سلنه د ښار په پراختيايي چارو لګولې ده.

د هغه په خبره، د روان کال په اوږدو کې د ۱۳کيلومتره سړک د جوړېدو پلان يې درلود، چې اوولس سړکونه کېدل، چې ۱۳ يې قير کړای شوي او ۴ نور به يې په نږدې ورځو کې بشپړ شي.

همدراز د اريانا او سولې کارتې تر منځ د لويې لارې په اوږدو کې د پياده تلو لپاره د ځمکتل چارې بشپړې شوې دي. د ښار د شنه ساتلو چارې هم په روان کال کې پيل شوي، چې د کال تر پايه به بشپړې شي او د سه ستاره هوټل چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي.

مقيم وويل، د مزارشريف د لومړۍ ناحيې ودانۍ جوړه شوه، د روضې شاوخوا د هابيتات په مالي مرسته پنځه تشنابونه جوړ کړای شول او د ښار شمال لوري د اوبو تللو د سترې ويالې چارې هم بشپړې شوې دي او د ۲۷۰متر سور لرونکی کارېز، چې د بارانونو اوبه به پرې له ښاره دباندې وېستل کېږي، د جوړېدو په حال کې دی.

خو د مزارشريف ښار اوسېدونکو د ځينو برخو د سړکونو نه قير کېدل او همداراز په باراني موسمونو کې د راوتو اوبه له امله خلکو ته اوښتي زيانونه د ښاروالۍ بې بندوباره چارې ګڼي.

د دشت شور سيمې اوسېدونکي محمد نبي پژواک ته وويل، د دوی سيمه د ښار په نهمه ناحيه کې شامله ده؛ خو بيا يې هم عمومي سړک، چې د ښار په لويو لارو کې شامل دی، نه جوړوي.

نوموړي زياته کړه، د ياد سړک شاوخوا ته زرګونه کورنۍ پرتې دي او سوداګريزې چارې يې په کې تر سره کېږي.

login or register a new account.