پل علم (پژواک، ۸ لیندی ۹۴): د لوګر ولايت په خروار ولسوالۍ يو شمېر کسانو په ناقونونه توګه د لرغونو اثارو کيندنه پيل کړې ده.
د دې ولسوالۍ د ټولنيزې شورا مشر ناصر احمدزي د ليندۍ په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څلورو ورځو راهیسې یو شمېر کسانو د دې ولسوالۍ په جوزې، بهادر او زیارګل سيمو کې په ناقونه توګه د لرغونو اثارو کيندنه پيل کړې ده.
هغه زياته کړه: ((دغه کسان په یادو لرغونو سیمو کی د ماشین الاتو او بیل او چرۍ په واسطه په ډېر بې رحمۍ سره زموږ تاریخي او کلتوري ځایونه پلټي او ویجاړوي يې تر څو تاریخي اثار ترلاسه او بهر ته یې قاچاق کړي.))
ده وويل چې د يادو کسانو دغه کار د سيمې خلک سخت اندېښمن کړي او له حکومته غواړي چې هر څه ژر د دغه کار مخه ونيسي.
د خروار ولسوالۍ د جوزې کلي اوسېدونکي محمد ګلاب پژواک ته وويل چې د دوى په کلي کې يو شمېر کسانو د لرغونو اثارو کيندنه پيل کړې ده.
هغه وویل: ((زه ۶۰ کاله عمر لرم او د خپل کلي له مشرانو مې اورېدلي چې د خروار جوزې، زیارګل او بهادر سیمې پېړۍ پېړۍ لرغونی قدامت لري خو اوس په خاورینو تپو بدلې شوې دي.))
ده په حکومت غږ وکړ چې په دې ولسوالۍ کې د لرغونو اثارو د خپلسرو کيندنو مخه ونيسي.
د لوګر د والي وياند سلیم صالح هم پژواک ته وويل چې له خروار ولسوالۍ څخه په دې اړه دوی ته راپور رسېدلی دی.
د صالح په وينا، د خروار ولسوالۍ د لرغونو اثارو په کومو سيمو کې چې کيندنې پيل شوی، لرې پرتې سيمې دي خو د دغو کیندنو د مخنيوي په موخه به اړين ګامونه پورته شي.
خو هغه د اړينو ګامونو د څرنګوالي په اړه څه ونه ويل.
خو د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ مشر محمدشفیق پوپل په خروار ولسوالۍ کې د تاريخي اثارو د غيرقانوني کيندنو په اړه بې خبري وښوده.
پوپل زياته کړه: ((خروار د لوګر لرې پرته ولسوالي ده هلته ټیلېفوني شبکې هم غیر فعالې دي نو تر اوسه موږ ته په دې اړه کوم خبر نه دی را رسېدلی.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP