Language

وزګارتیا او نا امني بهر ته د ځوانانو د تللو لوی لاملونه دي

غزني (پژواک، ۹ لیندۍ ۹۴): د غزني يو شمېر اوسېدونکي وايي چې ځوانان له دغه ولایته د وزګارتيا او ځينو نورو ستونزو له امله په قاچاقي لارو بهر ته پر تلو اړ کېږي.

د غزني د اندړو ولسوالۍ د زاړه ښار اوسېدونکي محمد اکرم پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوه ځلې يې د ايران هېواد له لارې اروپايې هېوادونو ته د سفر کولو هڅې کړې دي.

هغه وايي: ((دوه کاله مې په ايران کې تېر کړل تر څو پیسې پيدا کړم او اروپا ته لاړ شم، قاچاقبر ته مې ښې ډېرې پيسې ورکړې خو په نيمه لار کې پرېښودم.))

د محمد اکرم په وينا، کومې پيسې چې ځوانان بهر ته د تلو لپاره قاچاقبرانو ته ورکوي په هماغو پيسو کولاى شي په هېواد کې يو مناسب کاروبار ځان ته برابر کړي.

ده وويل: ((په لاره کې له ډېرو ستونزو سره مخ شوم، دوه ځلې مو نږدې کښتۍ ډوبه شوې وه، خو خداې پاک وساتلو.))

دغه راز د ده يک ولسوالۍ د علي کلا اوسېدونکي عزت الله پژواک ته وويل چې اروپا هېوادونو ته د تلو پر مهال يې د ورور کښتۍ د ترکيې په اوبو کې ډوبه شوې ده.

هغه زياته کړه: ((ورور مو بېکاره و، په دې ډارېدو چې ورور مې وسله وانه خلي بهرته مو واستاوو، قاچاقبر ته مې پنځه زره ډالره ورکړل، خو په ترکيه کې يې کښتۍ ډوبه شوه او ورور مې مړ شو.))

ده د غزني له نورو ځوانانو غوښتنه وکړه چې هېڅ مهال په قاچاقي لارو بهر ته د تلو لپاره زړه ښه نه کړي؛ ځکه ژوند يې له ګواښ سره مخ کېږي.

يادو کسانو او د غزني ښار يوه قومي مشر حاجي عبدالاحد وويل چې د دغه ولايت ځوانان د وزګارتيا او امنيتي ستونزو له امله په قاچاقي لارو بهر ته د تلولو لپاره اړ کېږي.

عبدالاحد پژواک ته وويل که چېرې حکومت وزګارو ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي نو هېڅ مهال به ځوانان بهر ته د تګ لپاره اقدام ونه کړي.

هغه زياته کړه: ((وګورئ! په ټول غزني کې یوه داسې فابریکه نشته چې هلته دې په کې له شلو زیات کسان کار وکړي، خلک مجبور دي چې ځان ته ډوډۍ پیدا کړي. نو بله چاره نه لري مجبور دي خارج ته لاړ شي.))

د هغه په وينا، د غزني يو شمېر ځوانان د وزګارتيا له امله له وسله والو مخالفينو سره يو ځاى شوي او د حکومت پر وړاندې جګړه کوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.