Language

غزني کې پر يوې نجلۍ جنسي تېرى کوونکى په لس کاله بند محکوم شو

غزني ښار(پژواک،١٠ليندۍ٩٤):د غزني ولايت استيناف محکمې پر يوې ١٥کلنۍ نجلۍ جنسي تېرى کوونکى په لس کاله بند محکوم کړ.

يادې نجلۍ په غزني ښار کې د سواد زده کړې په يوه کورس کې زده کړې کولې .

د ياد کورس ښوونکي محمد بخش او ورور يې علي بخش څو څو ځلې پر دغې نجلۍ جنسي تېري  کړي دي.

څو مياشتې وړاندې ياد شوي کسان پوليسو په جغتو ولسوالۍ کې ونيول او د غزني ښاري محکمې په درې درې کاله بند محکوم کړل.

خو د دغې نجلۍ کورنۍ پر يادې سزا بسنه ونه کړه او د استيناف غوښتنه يې وکړه.

د غزني پر زندان د وسله وال بريد په ترڅ کې محمد بخش له زندان څخه په تېښته بريالى شو او يواځې علي بخش پاتې شو.

د يادې پېښې عاملينو ته د سزا ورکولو په موخه نن په غزني کې علني محکمه جوړه شوه.

د قضيې موظف څارنوال وويل چې علي بخش او محمد بخش څو ځلې پر ياد ١٥کلنې نجلۍ جنسي تېري کړي او په خپلو جرمونو يې اعتراف هم کړى دى.

څارنوال وويل چې يادو کسانو ته بايد د اوږد بند سزا ورکړل شي.

خو علي بخش وويل چې له دغې نجلۍ سره يې نا مشروع اړيکې د هغې په خوښه ټينګې کړي دي.

ده زياته کړه : (( زما ورور ورسره نا مشروع اړيکې نه درلودې.))

هغه وويل که محکمه اجازه ورکړي نو دى حاضر دى چې له يادې نجلۍ سره واده هم وکړي.

login or register a new account.