Language

ملي امنيت په بلخ کې څلور انسان تښتوونکي ونيول

پل علم، کابل(پژواک،١٠ليندۍ٩٤): په لوګر او بلخ ولايتونو کې د ملي امنيت ځواکونو د يو وسله وال مخالف ترڅنګ څلور تنه انسان تښتونکي هم نيولي دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د ليندۍ په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت ځواکونو نن د خروار ولسوالۍ په مربوطاتو کې يو اندازه وسلې او چاودېدونکي توکي نيولي دي.

هغه وايي چې وسله والو مخالفينو يوه اندازه چاودېدونکي توکي او وسلې په يو کاماز موټر ځاى پرځاى کړي او غوښتل يې چې د لوګر مرکز  ته يې راوړي .

ده وويل چې له دې موټر  څخه دوه کلاشينکوفونه، لس فيره د راکټ مرمۍ، لس د هاوان مرمۍ، يوه دهشکه، ٨ ماينونه ، ٣٦٠٠ فيره د کلاشينکوف مرمۍ  او ١٥ کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې له ياد موټر سره يو بل  پيک اپ موټر او يو تن هم نيول شوى دى.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د ملي امنيت ځواکونو په بلخ ولايت کې څلور تنه انسان تښتونکي نيولي دي.

د اړوندې موضوع په اړه د ملي امنيت له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کسانو کې  محمد اشرف، محمد ګل، عبدالجبار او عبدالحکيم شامل دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې  يادو انسان تښتوونکو څه موده وړاندې محمد داوود د عبدالرحمن زوی د بلخ ولايت له دهدادي ولسوالۍ څخه تښتولی و او د خوشې کولو په بدل کې يې له کورنۍ څخه يو ميليون افغانۍ غوښتې وې.

سرچينه زياتوي : ((  له دې امله چې کورنۍ يې انسان تښتوونکو ته د يادو پيسو د ورکړې وس نه درلود نوموړی يې په ډېره بې رحمانه توګه وژلی او مړی يې د بلخ ولايت د چهار کنت ولسوالۍ د شاه محمد قوتن د کلي په يوه غره کې خښ کړی و.))

په خبرپاڼه کې راغلي چې انسان تښتوونکو له نيولو وروسته د څېړنو پر مهال د ياد کس وژل منلي او د دوی د اعترافاتو په پايله کې د محمد داوود مړی ترلاسه شوى دى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.