Language

يوتن په اعدام او بل په لس کاله بند محکوم شو

غزني ښار،کلات (پژواک،١٠ليندۍ٩٤): غزني کې يوتن پر يوې ١٥کلنۍ نجلۍ د جنسي تېري له امله په لس کاله بند او يوبل تن په زابل کې په اعدام محکوم شو.

يادې نجلۍ په غزني ښار کې د سواد زده کړې په يوه کورس کې زده کړې کولې .

د ياد کورس ښوونکي محمد بخش او ورور يې علي بخش څو څو ځلې پر دغې نجلۍ جنسي تېري  کړي دي.

څو مياشتې وړاندې ياد شوي کسان پوليسو په جغتو ولسوالۍ کې ونيول او د غزني ښاري محکمې په درې درې کاله بند محکوم کړل.

خو د دغې نجلۍ کورنۍ پر يادې سزا بسنه ونه کړه او د استيناف غوښتنه يې وکړه.

د غزني پر زندان د وسله وال بريد په ترڅ کې محمد بخش له زندان څخه په تېښته بريالى شو او يواځې علي بخش پاتې شو.

د يادې پېښې عاملينو ته د سزا ورکولو په موخه نن په غزني کې علني محکمه جوړه شوه.

د قضيې موظف څارنوال وويل چې علي بخش او محمد بخش څو ځلې پر ياد ١٥کلنې نجلۍ جنسي تېري کړي او په خپلو جرمونو يې اعتراف هم کړى دى.

څارنوال وويل چې يادو کسانو ته بايد د اوږد بند سزا ورکړل شي.

خو علي بخش وويل چې له دغې نجلۍ سره يې نا مشروع اړيکې د هغې په خوښه ټينګې کړي دي.

ده زياته کړه : (( زما ورور ورسره نا مشروع اړيکې نه درلودې.))

هغه وويل که محکمه اجازه ورکړي نو دى حاضر دى چې له يادې نجلۍ سره واده هم وکړي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.